د کویډ ۱۹ او کډوالو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویډیو کنفرانس، اسلام اباد . انځور: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د کویډ ۱۹ او کډوالو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویډیو کنفرانس، اسلام اباد . انځور: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هیواد يي له تیرو څلورو لسیزو راهیسې ۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره د زده کړې، روغتیا، معیشت او ټولنیزو برخو کې خدمات وړاندې کوي. هغه په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین و بلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کرونا ویروس بحران ته په اشارې سره وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR ) له دغه ویروس سره د مبارزې په موخه له نړیوالې ټولنې د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې دغه مرستې یوازې د ۱،۴ میلیونه هغو افغانان کډوالو لپاره دي چې دوې سره راجستر دي او پاتې ۱،۶ میلیونه نور کډوال له دغو مرستو محروم دي.

هغه ټینګار وکړ څنګه چې دغه ویروس د قومیت، نژاد، مذهب، توکم او رنګ توپیر نه کوي نو نړیواله ټولنه په ځانګړې ډول ملګري ملتونه هم باید په پاکستان کې د میشت افغانانو د بیلابیلو ګروپونو په ملاتړ کې توپیر و نه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د تیرې سه شنبې په ورځ د جون په ۹ د کرونا ویروس پر مهال د کډوالو وضعیت په تړاو یوه ویډیو کنفرانس کې کړي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړ شوی وی.

د قریشي په وینا کرونا ویروس په پاکستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده چې د دغه هیواد په اقتصاد يي ناوړه اغیزه کړې او تر بل هر وخته اوس د نړیوالې ټولنې مرستې ته ډیره اړتیا ده.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د کرونا ویروس له امله د بې وزلو هیوادونو پورونه وبښي.

تیره ورځ د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو د اتشې دفتر مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل چې یوازې په دغه ایالت کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنه افغانانو خپل ژوند بایللی.

د کډوالو د اشتې دفتر مسول عبدالحمید جلیلي له اغیزمنو کورنیو سره د مرستو په تړاو وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره يي په ګډه د اغیزمنو کورنیو سروې پیل کړې چې په لومړي پړاو کې له ۳۶ زره او دوهم پړاو کې له ۱۰۰ زره کورنیو سره د ۱۲ زره پاکستاني کلدارو په اندازه نغدي مرستې کیږي.

بل پلو بیا تیره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر کې له افغان چارواکو سره له یو مهالویش سره سم په باعزت ډول ډول د افغان کډوالو د ستنیدو په اړه خبرې کړي.  

د یادولو ده چې افغان حکومت تل د افغان کډوالو په داوطلبانه راستنیدنې ټینګار کړی او دا يي د افغانستان د سولې او ثبات لپاره اړین بللی.

 

نورې ليکنې