آرشیف: یو تن کډوال کاله کې د اروتونل تمځای ته نږدې له فلزي خنډو څخه د تیریدو پر مهال. انځور:پیکچر الیانس
آرشیف: یو تن کډوال کاله کې د اروتونل تمځای ته نږدې له فلزي خنډو څخه د تیریدو پر مهال. انځور:پیکچر الیانس

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد سرحدي پولیسو ته امر کړی چې د فرانسې په سویل کې د هغو کډوالو د ګوتو نښې ثبت کړي چې غواړي د مانش کانال له لارې بریتانیا ته واوړي. بریتانیا غواړي په دې کار سره ناقانونه کډوال په نښه او فرانسې ته يي ولیږي.

د کډوالو د ګوتو د نښان ثبتول د کالې په بندر کې تر ۲۰۱۰ کاله پورې د اجرا وړ و چې هغه مهال د بریتانیا د سرحدي پولیسو او کډوالو ترمنځ د سختو تاوتریخوالو لامل شوی و.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوه تازه امر له مخې، د دغه هیواد پولیس باید هغه کډوال چې غواړي په ناقانونه ډول د اروتونل ریلونو له لارې بریتانیا ته د ننه شي، کاله ته نږدې په کوکل بندر کې يي د ګوتې نښان ثبت ( بایو مټریک) کړي.

د دغې پریکړې په پلي کولو سره او د دوبلین د هوکړې له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت غواړي مخکې له دې چې ناقانونه کډوال د بریتانیا خاورې ته دننه شي فرانسه او یا نور راغلو هیوادونو ته يي وشړي. د ډوبلین د هوکړې له مخې یو کډوال یوازې کولای شي چې د اروپايي ټولنې هغه هیواد کې د پناه غوښتنه ثبت کړې چې په لومړي ځل هلته د ننه شوی وي.

 د بریتانیا د سرحدي پولیسو د سندیکا (ISU)  عمومي منشۍ میرمن لاسي مورانتون د سه شنبې په ورځ د جون په ۹مه بې بې سي سره د خبرو پر مهال د کډوالو د بایومټریک او د دغه کار د عملي کولو پر مهال د تاوتریخوالو د بیا رامنځ ته کیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه. هغې وویل دا یو ستونزمن ګام دی، په ځانګړې ډول هغه مهال چې د کډوالو د نه شتون پر مهال دغه کار ترسره شي. هغوې پوهیږې چې له دې سره به دوې دوبلیني شي.»

 هغې د خپلو خبرو په دوام وویل : « سرحدي پولیس په دیجیتلي ماشینونو ( بایومټریک) سمبال نه دي خو باید د کډوالو د ګوتو رنګ واخلي، په پایله کې پولیس اړ کیږي چې په جدي ډول سره د یو کډوال پر ګوتو فشار واچوي تر څو بایومټریک په سم ډول ترسره کړي.»

د سرحدي پولیسو د دغه چارواکې په خبره، په ۲۰۱۰ کال کې د پولیسو لخوا د کالې په بندر کې د ګوتو د اخیستو پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ سخت تاوتریخوالی رامنځ کیدل. د دې ترڅنګ، یو شمیر کډوال په قصدي ډول ځانونه ټپیانول تر څو د ګوتو نښې يي ثبت نه شي. کله چې پولیس د ګوتو د نښو لپاره له کیمیاوي توکو او سرښ څخه کار اخیستل نو ځینې کډوال د خپلو پوټکو په سوځولو خپلې ګوتې پاکولې.

د بي بي سي د راپور پر بنسټ، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دغو اندیښنو په غبرګون کې ویلي چې سرحدي پولیسو د ګوتو د نښان د ثبتلو د طرحې احتمالي ستونزو ارزونه کړې تر څو دغه خطر خپلې ټیټې کچې ته ورسوي.

یاد وزارت ټینګار کړی هغه خلک چې له تاوتریخوالو او جګړو تیښته کوي باید هغه اروپايي هیواد کې چې په لومړي ځل د ننه کیږي د پناه غوښتنه وکړي او بریتانیا ته د راتګ هڅه و نه کړي.

«د ګوتې ثبتول د بې اسناده کډوالو شمیر ډیروي»

فرانسه کې د یوتوپیا ۵۶ د یوه خیریه سازمان غړی ګایل مانزي باور لري« د ګوتو ثبتول به د کډوالو د ورتګ مخه ډب نکړي. په دې ګام سره یوازې د بې اسناده کسانو شمیر ډیریدلای شي.»

هغه مهاجر نیوز سره په خبرو کې وايي:« دغه پریکړه پر کډوالو د ډیر فشار لامل کیږي او پرته له دې چې دغه کډوال په بریتانیا کې د پناه غوښتنه وکړي د دوې د اخراج لپاره آسانتیاوې برابروي.»

د یوتوپیا۵۶ سازمان او د کډوالو د ملاتړ نور سازمانونه له څو کلونو راهیسې د ډوبلین د هوکړې د سمون او همدرانګه د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د توکه هوکړې د لغوه کولو هڅه کوي.

هغه هوکړه چې په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک شوه موخه يي د فرانسې او بریتانیا تر منځ پر پولو د کنټرول سختول و. په ۲۰۱۸ کال کې د دغې هوکړې پراخول د دې لامل شو چی د انګلستان پوله له دوور څخه د فرانسې کالې سیمې ته ولیږدول شي.

ګایل مانزي د خپلو خبرو په دوام وویل په کاله کې د کډوالو د ګوتو ثبتول له دې امله هم بې معنی ده چې ډیری کډوال په کوچنیو بیړیو سره د مانش کانال نه تیریږي او ځانونه بریتانیا ته رسوي. هغه زیاته کړه چې د فرانسې شمال ته غځیدلو لارو کې د اوسپنیزو تارونو او نورو خنډونو له ډیریدو سره د مانش کانال څخه د تیریدو لپاره د لویو ګاډو( کامیونونو) په استفاده کې د پام وړ ټیټوالی راغلی.

د وروستیو شمیرو له مخې، فرانسه کې د مارچ میاشتې راهیسې د عمومي ګرخبندیز له پیل څخه تر اوسه ۱۰۰۰ تنه کډوال د وړو بیړیو له لارې له مانش کانال څخه تیر شوي. تیره اونۍ یوازې په یوه ورځ ۱۶۶ کډوال چې له فرانسې څخه يي د مانش کانال لاره غوره کړې وه د بریتانیا پولیسو لخوا و نیول شول.


 

نورې ليکنې