بى سنده کډوال د هب په مخه. کريډيټ:کډوال نيوز
بى سنده کډوال د هب په مخه. کريډيټ:کډوال نيوز

په فریشتی شرکت کې د کلونو خدمت څخه وروسته په سلګونو بې سنده تحویل کونکي (livreurs) له دندې ګوښه کړل شوي دی. دوي د دي شرکت څخه غواړې چې دوی بیرته په خپلو کارنو وګماری او د هغوي اداري وضعیت نورمال کړی.

تیرې اونې راهیسې هره ورځ شاوخوا ۲۰ بې سنده تحویل کونکی یو ځاي کیږی. دوي وایي «موږ دلته یو ترڅو پر هغوی فشار راوړو». د سه شنبې په ورځ د (جون په ۹مه) د پاریس په ۱۱ ناحیه کې د « Hub» مخې ته دوي یو ځای شوی و.

هغه شرکت چې خلکو ته یي خواړه چمتو کول د څو ورځو راهیسې د دې تحویل کونکي زر غونیدل سره مخ دي.

فریشتی شرکت شعار ورکوي«دا لومړۍ سوپر مارکیټ دی چې هیڅ نه پټوی»، خو ډیر کارکونکی یي بی سنده دې.  ۳۱ کلن ارناد چې د څو کالو راهیسې په دي شرکت کې کار کوی کډوال نیوز ته وویل:« شاخوا ۸۵ سلنه کارکونکی قانوني نه دی» او زیاتوی«موږ په سایټ کې مستقیما د سیرت شمیره(هغه شمیره چې د متشبث وضعیت ثابتوي) راجسټر کوو  او یو څو ساعته وروسته د کار قرارداد ترلاسه کوو»

په سلګونو بې اسناده مهاجر د مالې امکاناتو پرته دی

خو د جون ۸ مه راهيسې تحویل کونکي چې ډیری یي د لویدیځ افریقا څخه دي فریشتی شرکت سره کار نشی کولي. شرکت څو ورځې مخکې خپلو ټیمونو ته یو بریښنالیک استولی چې له دوی څخه یې غوښتی دی چې «د اروپا اقتصادي سیمې پاسپورټ ، د ملی پیژند پاڼې یا تذکرې» لرل مهمه بللي ترڅو کار کولو ته دوام ورکړی.

د ایمل ترجمه :

ټولو ته سلامونه!

د دوشنبې څخه وروسته(د جون۸مه) په خپلو مرکزونو کې امنیت پیاوړی کوو: پرته د پيژند پاڼو د ټولو تحویل ورکونکو مرکزونو ته داخلیدل سخت منع دی.

البريد الذي أرسلته المنصة للعاملين في توصيل الطلبات. المصدر: دي أر
معتبر سندونه:

-         د اروپایی اقتصادی هیوادونو، الجزایر یا سویس پاسپورټ لرونکی وی

-         تذکرې یا د یوه خپلواک سوداګریز هیواد څخه جواز لرونکی یا (د الجزایر یا سویس وګړي)

-         د استوګنې پانې د شخصی یا سوداګریز فعالیت په ذکر کولو سره.

موږ پدې موضوع کې جدی یو:

په سلګونه بې اسناده تحویلونکي د مالې امکاناتو بی برخې دي، ځینې یې د دری کلونه راهیسې د دی شرکت میټری کیوین د تحویل کونکي وکیله چې د کډوال نیوز ته وویل:«د خپل اداري موقعیت په پام کې نیولو سره دوی هیڅ ادعا نشي کولی.»

د لاریون کونکو وایي د دې بریښنالیک لیږلو په فرانسه کې د قرنطین نرمښت د نیټې سره سمون لري. ارناډ وویل چې «ولې دا بریښنالیک اوس موږ ته لیږلي دی کله چې موږ د کلونو راهیسې دوی لپاره کار کړي؟  موږ دا یادداشت له قرنطینه وروسته په ناڅاپي ډول ترلاسه کوو. دوی ډیر خوښ وو چې موږ په هغه وخت کې کار کاوه» او زیاتوی «د روغتیا د بحران په موده کې یوازې بې اسناده کډوال و چې کاريي کاوه»

د جون په لومړۍ نیټه کې د لیبرریشن خپرې شوی څیړنه کې په ګوته کوي چې د فریشتی شرکت سره بی سنده کډوال کار کوي چې یاد څیړنه لکه اور ته لمن وهل دی.

«فریشتی شرکت موږ د نورو تحویل کونکو سره په سیالي اچولي یو»

ایډورد برناسی په پاریس کې د خپلواکو تحویل کونکو ډله ایز(CLAP) عمومي منشي ته« دا د تعجب وړ نده چې د فریشتی یا نورو پلیټ فارومونو بی اسناده کارکونکی ګماری.»



«په پیل کې تحویل کونکي په څانکړي توګه د پاریس ځوانان، زده کونکي او د بایسکلونو مینه وال و. خو د معاش په کمولو سره څوک غواړې چې دی کار ته زړه ښه کړی؟ له همدی امله ډیری بی سنده مهاجر چې مالې اړتیا لرونکي دي دا کار کوي.»  

همداراز له هغه وخته چې کاري شرایط زیانمن شوي. تحویل کونکو ته په ساعت کې ۵ یورو ورکول کیږي. آرناډ وايي: «څومره چې موږ ته فرمایشونو زیات وي هغومره موږ پیسې ګټل شو فرشتی شرکت موږ اړ کوی چې د نورو تحویل کونکي سره سیالۍ وکړو.» هغه ادامه ورکوی «کله چې یوه ورځ باران اوری نو زموږ د تحویلی اپلیکشین څو ورځو لپاره کار نه کوي.»

سنیګالیی ابراهیمه د سینګال اوسیدونکی چې د لاریون کولو له ډله څخه ده وایي:« زه یوه ورځ هم رخصتې نشم اخیستی، که زه یوه ورځ کار بند کړم نو د څو ورځو لپاره د تحویلی اپلیکشن کار نه کوی.» دا حالت هغی ته «عصري غلامي ده.»

د تحویلی په سیستم باندي اغیز لری

د پنجشنبې په ورځ(د جون ۴مه)  او د دوشنبې په ورځ (د جون۸مه) شاوخوا ۲۰۰ کسان په لاریونونه کې کټون کړی وو. له هغه وخت راهیسې د CGT، Clap او د فرانسې ځینې وکیلان د دوی ملاتړ کوي.

په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې دا شرکت لیکلي چې «د 2020 کال په پیل کې یو کنټرول پلي شو چې ځینې شرکت کونکي اوس موږ ته د منظم وضعیت سره چمتو کولو توان نلري» یوه بی نظمۍ په ګوته کوي« د شخصي متشبثینو خورا لږ تناسب یي د فرشتی شرکت لپاره د تحویلی فعالیت ترسره کوی.»

اغلۍ کیوین وایي: « دوی خپل ځان د متشبثینو شاته پتوي. او ادعا کوی چې د تحویل کونکو اداري وضعیت په اړه معلومات نه لری. موږ د هغوی په یوه حرفه باندی هم باور نه لرو.» هغه زیاتو«هغوی نه غواړی خپل غلطي ومني ځکه چې د هغوي ټول سیستم باندی اغیز لری.»

همداراز ډیري تحویل کونکي وایی:«هغوی پوهیږی چې موږ قانوني اسناد نه لرو، موږ هغوی ته خپل د هیواد پاسپورټ ورکو.»

لاریون کونکی او د دوی وکیله د بیړني مرسته غوښتونکي دي او وايی چې د هغوی د کار قرار داد په رسمی توګه وپیژنې او داسي سند تر لاسه کړي چې د دوی اداري وضعیت نورمال کړی.

بی سنده کډوال وایي:« که چیرې زموږ غوښتنه و نه منل شی نو موږ به نورې کړنې په لاه اچوو لکه د دروازو بندول او د تحویلو فعالیت مخه نیسو.»

 


 

نورې ليکنې