د تونس ساحل ته نژدې د کښتۍ ډوبېدنې له کبله لږ تر لږه ۳۴ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخې د مهاجرو يو کښتۍ د تونس د ساحل سره ډوبه شوې وه. د بندري ښار سفاقس د محکمې وياند وويل چي د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۰مه د قرقنه جزيرو ته څېرمه ۱۲ نور مړي را وايستل شول. د سه شنبې په ورځ هم ۲۲ مړي موندل شوي ول.
د چارواکو په وینا په موندل شوو مړو کې ۲۳ میرمنې، ۹ نارینه او د دریو کالو په شاوخوا کې عمر لرونکي دوه ماشومان شامل دي. د نورو ممکنه قربانيانو د مړو موندلو په خاطر د تونس د سمندري سرحد ساتونکي چارواکو لټون ادامه لري.
ویل شوی چې ډوبه شوې کښتۍ کې په ټوليزه توګه ۵۳ انسانان سپاره ول. زياته شوې چي دغې کښتۍ د تيري جمعې په ورځ د تونس له ساحل څخه د ايټاليې پر لور حرکت پېل کړی و.
د سفاقس د محکمې د وياند په وينا په دغه کښتۍ کي د سپرو اکثرو مسافرو تړاو د افريقا د جنوبي لوی ريګستان سره ؤ. زياته سوې چي د کښتۍ چلوونکی ۴۸ کلن تونسی شخص هم په دغه پيښه کي مړ شوی دی.
د څو مياشتو راهيسې مخ په زياتېدونکې توګه مهاجر کوښښ کوي چي د تونس څخه د مديترانې له لاري اروپا ته ځانونه ورسوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري (UNHCR) په وينا د روال میلادي کال د جنورۍ مياشتې په پرتله په اپريل مياشت کې د قربانيانو په شمير کي د ۱۵۰ فیصده زياتوالی راغلی دی.