انځور: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
انځور: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

افغان حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو موټر د سوځیدنې پیښې د څیړلو لپاره په نږدې راتلونکي کې ایران ته یو لوړ پوړی پلاوی استوي تر څو په راتلونکي کې د دا ډول پیښو مخه و نیول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یادې پیښې په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړه او له ایران څخه يي غوښتنه وکړه ترڅو له افغانانو سره د زغم او همکارۍ له مخې چلند وکړي.

په خبر پاڼه کې راغلي:« د افغانستان د امنیت شورا په ناسته کې پریکړه و شوه ترڅو ژر تر ژره یو لوړ پوری پلاوی ایران ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو دموټر د سوځیدو د لاملونو، د رواړو هیوادونو د ګډې پولې د امنیت د تامین، د ناقانونه تګ راتګ مخنیوي، له انساني قاچاق سره د مبارزې، د بې اسناده کډوالو د نوم لیکنې د پروسې او د افغان کارګرو د استخدام د تنظیم د هوکړې په تړاو خبرې اترې وکړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي و چې د ایران په یزد ښار کې د امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته یو موټر چې ۱۲ تنه کډوال يي لیږدول اور واخیست چې وروسته بیا ۳ تنه افغانان پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمیر نور ټپیان شول.

دغه پیښه په کور د ننه او بهر کې د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه رامنځ ته کړل او د یو شمیر لاریونونو په تر سره کیدو سره یاده پیښه په کلکو ټکو وغندل شوه.

تیره ورځ د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د مدني ټولنو غړو د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ایراني پولیسو لخوا دغه کړنه یو بشري جنایت وباله او له ايراني چارواکو يي وغوښتل، چې د افغانانو پر وړاندې تاوتريخوالی ودروي او د وروستۍ پېښې عاملينو ته دې سزا ورکړي. 

افغان ولسمشر د دوشنبې ورځې د کابینې په ناسته کې له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي و چې باید یاده پیښه د دواړو هیواد د ډیپلماتیکو مراجعو له لارې په جدي ډول تعقیب کړي.

بل پلو بیا ایراني چارواکي  وايي چې د انساني قاچاقچیانو یو موټر يي په نښه کړی دی، دوې د پیښې په تړاو انساني قاچاقچیان ګرم بولي

 

نورې ليکنې