د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر

په دې وروستیو کې آلمان د نورو مهاجرو د منلو په تړاو نوي مکلفيتونه په غاړه نه اخيستل، خو اوس يې د دغې پاليسۍ د تغير اعلان وکړ.

آلمان غواړي چي له ايټاليې او مالتا هیوادونو څخه د هغو مهاجرو يوه برخه ومني چې له سمندر څخه ژغورل شوي و او ورسته بیا د مالټا ساحل ته نژدې د یوې مودې لپاره په کښتيو کې بند پاتي ول. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر وويل: « مونږ به په دغو مواردو کې هم مهاجر ومنو.» هغه زياته کړه چي په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د بحران له کبه د آلمان لخوا د نوو مهاجرو په منلو کي کمښت راغلی و.

 په داسي حال کي چي آلمان دیوې مودې لپاره د نوو مهاجرو د منلو نوي مکلفيتونه په غاړه نه وه اخيستې، دغه هيواد غواړي اوسهمال بېرته په اروپا کي د مهاجرو په ویش کې یوځل بیا ونډه واخلي.

 آلمان په تيرو وختونو کې د ايټاليې او مالتا سره مرستي کړي وې. خو د کرونا بحران د رامنځ ته کېدو وروسته په دې کي تغير راغلی و. د زېهوفر په وينا اوس حالات د بېرته ښه کیدو په حال کي دي. د نوموړي آلماني وزير په وينا دغه هیواد د مديترانې دواړو هيوادونو ايټاليا او مالټا ته وړانديز کړی چي له سمندر څخه ژغورل شوو مهاجرو څخه اتيا اتيا مهاجر آلمان ته ورکړي. زيهوفر وویل چي په ټوليزه توګه ياد ۱۶۰ دغه مهاجر به د جون مياشي په پای يا جولای مياشت کې آلمان ته راوستل شي. 

څو اونۍ په قرنطین کې

 مالتا هیواد د اونۍ په آخره کي تر ۴۰۰ څخه زياتو مهاجرو ته اجازه ورکړه چي دغه هيواد ته د ننه شي. له دغې ډلې اکثره يې له څو اوينو راهيسي د مالتا ساحل ته نږدې په قرنطيني کښتيو کي بند پاتې ول. له دغو مهاجرو ځینې يي حتی د اپريل مياشتي له آخر څخه په کښتيو کې پاتې ول.

 د اروپايي ټولنې د کميسيون په وينا لوکزامبورګ، فرانسې او پرتګال هم  له مالتا څخه د يو شمېر ژغورل شوو مهاجرو منلو ته چمتو والی ښودلی. د آلمان له خوا له يو شمېر هغه مهاجر منل کيږي چي د «آلان کوردي» او «آيتا ماري » مرستندويه کښتيو له خوا له سمندره ژغورل ښوي ول. دغه دواړه کښتۍ د می مياشتې په سر کي د ايټالوي چارواکو له خوا درول شوي ول.

 ايټاليې او مالتا چي د اروپايي ټولنې تر ټولو کوچني هيوادونه دي د کرونا د بحران پر مهال يي ويلي ول چي نه شي کولای مهاجرو ته خوندي ځايونه ورکړي. دغو دواړو هیوادونو هغه مهال د اروپايي ټولنې له نورو غړو هيوادونو څخه د پېوستون غوښتنه هم کړې وه.

نوې هڅه، زوړ جنجال

 د اروپايي ټولنې کميسيون غواړي چې په راتلونکو اونيو کي د پناه غوښتنې په سيسټم کي د سمون په موخه نوي وړانديزونه وکړي. آلمان به د جولای له مياشتې څخه د اروپايي ټولنې د شورا دوره يي مشري په غاړه واخلي او په دغه موده کي به د پناه غوښتنې د سيسټم سمون به د اجندا له مهمو ټکو څخه يو وي.

 په ورته مهال د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) پر اروپايي ټولنې ږغ کړی چې له سمندر څخه د ژغورنې ماموریت دې بېرته پېل کړي. د ياد سازمان په وينا د روان مېلادي کال له پېل راهيسي لږ تر لږه ۱۵۷ انسانان په سمندر کي ډوب شوي دي. د دغه سازمان ویاندې صفا مسيهلي زياته کړې چي ښايي د ناثبتو قربانيانو شمېر تر ياد شمېر پورته وي.

 اروپايي ټولنې د مارچ په مياشت کې د «صوفیه» په نوم ماموريت ودراوه او په دې توګه يې په عملي توګه د دولتونو له خوا په مديترانه کې د مهاجرو ژغورنې ته د پای ټکی کیښود. د دې تر څنګ ځینو اروپايي حکومتونو د هغو مرستندويه سازمانونو  په کار کي خنډونه رامنځ ته کړل چي د کښتيو په مرسته يې له مديترانې څخه مهاجر ژغورل.

منبع: آلمان ږغ آلماني

 

نورې ليکنې