اروپايي ټولنې هیوادونو کې د روان میلادي کال د فبرورۍ په پرتله اپریل میاشت کې د پناه غوښتنې کچه ۸۶ سلنه راټیټه شوې.
په تیرو میاشتو کې پناه غوښتونکو نه شوای کولای چې اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه ثبت کړي ځکه د کرونا ویروس له امله سرحدونه تړلي ول. د تیرو لسيزو راهيسې په اروپايي هیوادونو کې دومره کمې د پناه غوښتنې نه وې شوې لکه د اپريل په مياشت کې چې وشوې. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د دفتر د شمېرو له مخي د روان ۲۰۲۰ کال په اپريل مياشت کې د اروپايي ټولنو په ټولو هیوادونو کې ۸۷۳۰ د پناه غوښتنې ثبت شوې دي.
دا په داسي حال کې ده چې د روان مېلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د اپريل په پرتله ۸۶ سلنه ډیر د پناه غوښتنې ثبت شوې دي. چارواکو په فبرورۍ کې په ټوليزه توګه ۶۱۴۲۱ د پناه غوښتنې ترلاسه کړي وې. خو اروپايي ټولنې د مارچ په مياشت د کرونا د بحران له کبله خپلې بهرنۍ پولې و تړلې. د کرونا د بحران له کبله د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هيوادونو څخه اکثرو يې د پناه غوښتنو د ثبت پروسه هم درولې وه.
نينا ګرېګوري: «کويد ۱۹ وضعه لا بدتره کړه»
د پناه غوښتنې د پوښتنو سره تړلې د اروپايي ټولنې د دفتر مشري نينا ګرېګوري د رويټرز خبري آژانس سره پر دغه موضوع خبري کړي دي. هغې ويلي: «دا روښانه ده چي په تيرو مياشتو کي د ممکنه پناه غوښتونکو داخلېدل په لوړه اندازه محدود شوې وه. ځانګړې ډول په پیل کې.» د نوموړي په وينا له هغه راهيسې «وضعيت د پناه غوښتونکو له پاره بې له شکه له ننګونو ډک دی. په داسي حال کې چي هغوی له تاوتريخوالي او تعقیب څخه په تېښته کي دي، د کويد ۱۹ ناروغۍ د هغوی وضعه لا بدتره کړې ده.» هغې زیاته کړه چي هغه پناه غوښتنې چي د اپريل په مياشت کي ثبت شوي اکثره يې د سوريايانو، افغانانو، وينيزويلايانو او کولمبيايانو دي.
په ورته مهال د اروپايي اتحاديې ۸ ختيځو غړو هيوادونو خپل پر دريځ يو ځل بيا ټينګار کړی دی چي د مهاجرو منلو د مکلفيتي وېش مخالفت کوي. د چک جمهوريت د کورنیو چارو وزير يان همڅېک اروپايي کميسون ته په لېږل شوې ليک کي ليکلي چي د يو داسي ائتلاف رامنځ ته کول بريالی شوی چې د مهاجرو د مکلفيتي وېش نه غواړي. خو دغه سياستوال ويلي چي د اروپايي اتحاديې د باندنيو سرحدونو په ساتلو کي هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. پر دغه ليک باندي د پولنډ، سلواکيې او هنګري د کورنيو چارو وزيرانو هم لاسليک کړی دی.
اټکل کيږي چي د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو کميساره ايلوا يوهانسون به په راتلونکو اونيو کي نوی «د مهاجرت او پناه غوښتنې تړون» معرفي کړي. د اروپايي محکمې اپریل میاشت کې پریکړه کړې وه چي پولنډ، هنګري او چيک جمهوريت په ۲۰۱۵ کال کې د پناه غوښتنې د بحران پر وخت د اروپايي ټولنې له قوانیونو سرغړونه کړی وه. هغه وخت دغو هيوادونو له يونان او ايټاليې څخه د پناه غوښتونکو له مکلفیتي اخيستنه رد کړې وه.
منبع: آلمان ږغ آلماني