د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله  د کروشیا پولیسو لخوا زورول شوی. انځور: د ډنمارک د کډوالو اداره
د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو یوه ډله د کروشیا پولیسو لخوا زورول شوی. انځور: د ډنمارک د کډوالو اداره

د بخښنې نړیوال سازمان په کروشیا کې د یو شمیر افغان او پاکستاني کډوالو پروړاندې د دغه هیواد سرحدي پولیس په وحشتناکه تاوتریخوالو تورنوي. دغه سازمان اروپايي هیوادونه هم په دغو تاوتریخوالو کې په لاس لرلو تورنوي.

د پنجشنې په ورخ د یاد سازمان د انساني حقونو د څار ډله « له بوسنیا سره د کروشیا پر پوله د سرحدي پولیسو لخوا د بشري سرغړونو و حشتناکه پیښه » تر سرلیک لاندې د یوې خبر پاڼې په خپرولو لیکلي« په دې وروستیو کې د پولیسو لخوا د کډوالو او پناه غوښتونکو یوه بله ډله په وحشیانه ډول وهل او شکنجه شوي او په وینو ککړ د دوې د سر پر ټپونو ملندې وهل شوي.»

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو له یوې ۱۶ کسیزې ډلې سره يي خبرې کړي چې د کروشیا پولیسو لخوا د می میاشتې په ۲۶ او ۲۷ تاریخونو د پلیتویس جهیل ته څیرمه نیول شوي و. دغه کډوال هڅه کوله تر څو غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.

سرچینه زیاتوي« د اتو او لسو کسانو په شمیر چې د کروشیا ځانګړو پولیسو ته ورته یونیفورم يي په تن ول هوايي ډزې وکړې او په فلزي لرګیو، او وسلو سره پر نیول شویو کسانو ګزارونه وکړل چې له دې سره په هغه شپه کډوال سخت ژوبل شول.

همدارنګه دغه سازمان، اروپايي ټولنه هم په دغه ناوړه پیښه کې په لاس لرلو تورنوي.

د اروپايي ټولنې یو چارواکی ماسیمو موراتي وايي:« اروپايي ټولنه نور نشي کولای چپ پاتې شي او په قصدي ډول سره د اروپا بهرنیو پولو کې د کروشیا پولیسو له تاوتریخوالو او سرغړونو سترګې پټې کړي. دغه چپتیا ناوړه پایلې لري او د دا ډول پیښو د عاملینو د هڅولو لامل ګرځي.»

فزیکي او رواني ځورونه

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي ۳۰ کلن طارق د دغو کډوالو له ډلې یو تن دی چې پښه او لاس يي سخت ټپي شوی، په سر او مخ باندې د ټپونو داغونه ښکاري او په ورته مهال د سینې درد هم لري.

هغه د بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي :« کله چې پولیسو و نیولم نو خبرو ته يي پرینښودم او زما په وهلو يي پیل وکړ، کله چې زه په ځمکه پریوتم نو زما په سر يي په خپل ټوپک ګزارونه وکړل او زما وینې يي تويي کړې. هڅه مې وکړه تر څو ځان وژغورم خو زما وهلو ته دوې دوام ورکړ.» طارق اوس په آسانۍ سره ګرځیدل نه شي او پر ځای پروت دی.

همدارنګه امیر چې د پاکستان اوسیدونکی دی یاد سازمان ته ویلي:« مونږ له پولیسو وغوښتل چې پر مونږ رحم وکړي، مونږ تړل شوي و او حرکت مو نه شوای کولای. زمونږ وهلو او ډبولو لپاره هیڅ دلیل شتون نه درلود. هغو په خپلو ټیلفونونو کې زمونږ عکسونه اخیستل او پر مونږ يي ملنډې وهلې.»

یاد سازمان په ادامه کې وايي چې د کروشیا د کورنیو چارو وزارت پر دوې لګول شوي تورونه تر دې مهاله نه دي منلي او د دغې پیښې له څیړلو هم ډ ډه کوي.

د یادولو ده چې د کروشیا پر پوله د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالو پيښې د ۲۰۱۷ کال له وروستیو راهیسې عادي شوي، د ډنمارک د کډوالۍ اداره په ۲۰۱۹ کال کې بوسنیا او هرزګوینا ته د اخراج او غیر قانوني ستنولو ۷۰۰۰ پیښې ثبت کړي چې ډیری دغه پیښې د کروشیا د پولیسو لخوا ترسره شوي.


 

نورې ليکنې