پاریس کې د افغان کډوالو لاریون. تصویر: کارزان حمید
پاریس کې د افغان کډوالو لاریون. تصویر: کارزان حمید

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې په غبرګون د یو شمیر اروپايي هیوادونو په ګډون، لندن او واشنګټن کې سلګونه تنه افغانانو د ایران ضد لاریون کړی. بل پلو بیا د کابل د لاریون په غبرګون تهران کې د افغانستان سفیر احضار شوی.

د شنبې په ورځ په پاریس، لندن، جرمني او واشنګټن کې سلګونه افغانان سړکونو او د ایران سفارتونو مخې ته راټول شوي ول او په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د زورونې او په ځانګړې ډول په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د سوځولو او اوبو ته د دوې د اچولو په غندلو سره يي د ایران حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د فرانسې د پلازمینې پاریس په ریپلیک میدان کې د شنبی ورځ له غرمې وروسته دهغو لاریونونو ترڅنګ چې په آمریکا کې د تورپوستو سره د توپیري چلند له امله شوې وه لسګونه افغانان راټول شوي ول او " مرګ د ایران په اخوندي رژیم "  او  " مرګ د ایران په لاسپوڅو افغانانو "  شعارونه يي ورکول او په ایران کې پر افغان کډوالو ظلم يي په کلکو ټکو وغندل.

د دغو لاریونوالو له ډلې یو تن ۳۳ کلن نقیب الله شارق چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل :« مونږ دلته راټول شوي و تر څو پر افغان کډوالو د ظلم غږ نړیوالو ته ورسوو. دا لومړی ځل نه دی چې د ایران د حکومت لخوا پر افغانانو دا ډول ظلم کیږي، د ایران حکومت باید په دې اړه واضح ځواب ووايي.»

نقیب الله له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ایران پر حکومت فشار راوړي تر څو راتلونکي کې د داډول پیښو مخه و نیول شي. هغه له افغان حکومت څخه هم غوښتنه کوي تر څو د خپلو اتباعو پوښتنه وکړي.

په لندن کې هم تیره ورخ سلګونه افغان ځوانان او دمدني ټولنو غړو د ایران سفارت مخې ته راټول شوي ول او د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو د وژنې په غندلو سره يي د عدالت غوښتنه کوله.

لندن کې یو شمیر افغانان د ایران پر ضد شعارونه ورکوي. تصویر: مدني فعال شکرالله لودین
لاریونوال " افغان وژنه بس کړی" او " مونږ عدالت غواړو" د شعارونو په ورکولو سره د بریتانیا او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله ترڅو په دې اړه پټه خوله پاتې نشي.

په کور دننه او بهر کې دغو لاریونونه وروسته له هغه زور واخیست چې په دې وروستیو کې د ایران په یزد ښار کې د امنیتي ځواکونو لخوا د افغان کډوالو پر یو موټر ډزې وشوې چې وروسته بیا موټر کې سپاره  ۳ افغانان و سوځیدل او یو شمیر نور ټپیان شول.

د جرمني د فرانکفورت او برلین ښارونو او واشنګټن کې هم ورته لاریونونه شوي او په ایران کې د افغان کډوالو ځورونه په کلکو ټکو غندل شوې.


د کابل او تهران ناندرۍ

تیره اونۍ ایران حکومت په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال له دې امله احضار کړی و چې د دوې په خبره سفارت ته يي په کابل کې لاریونوالو سپکاوی کړی خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا لاریونونه د خلکو مسلم حق بللی.

 د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني د کابینې په ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې يي خبرې کولې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري امر وکړ.

له ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ افغان ولسمشر ایران ته د میشتو افغان کډالو د ستونزو د هواري په موخه د یو پلاوي د ژر تر ژره استول غوښتنه کړې او سرحدي ځواکونو ته يي امر کړی تر څو د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د افغانستان په ټولو سرحداتو کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

 

نورې ليکنې