لسګونه کډوال د لیسبوس ټاپو ته څیرمه له اوبو څخه ژغورل شوي. تصویر: د دویچه ویله له آرشیف څخه
لسګونه کډوال د لیسبوس ټاپو ته څیرمه له اوبو څخه ژغورل شوي. تصویر: د دویچه ویله له آرشیف څخه

د یونان ساحلي ساتونکو ۳۶ افغان او ایراني کډوال د لیسبوس ټاپو ته نږدې د سمندر له غاړي څخه له ژغورلو وروسته دغه ټاپو ته لیږدولي. د دغو کډوالو بیړۍ د شنبې په ورځ سمندر کې لیدل شوي وه خو د ژغورنې عملیات يي بیا د شپې لخوا پیل شول.

د یونان ساحلي ساتونکو د معلوماتو له مخې، ۳۶ کډوال د لیسبوس ټاپو ته نږدې ژغورل شوي چې له دغې ډلې یو تن يي روغتون ته انتقال شوی.

 د یونان رسنیو راپور ورکړی چې د دغو ژغورل شویو کډوالو پاتې نور چې د افغانستان او ایران اوسیدونکي دي د لیسبوس ټاپو د کډوالو یو کمپ ته انتقال شوي او تمه ده چې یوه اونۍ هلته په قرنطین کې وساتل شي.

یونان یوځل بیا د کډوالو د لویو څپو له ورتګ سره مخامخ شوی. په وروستیو میاشتو کې د کورونا ویروس له امله د نویو کډوالو په ورتګ کې دغلته د پام وړ ټیټوالی راغلی و. له دې وړاندې د یونان ساحلي ساتونکي له دې امله له کلکو نیوکو سره مخامخ ول چې له سواحلو څخه  وچې ته د کډوالو د ورتګ مخه نیسي او بیرته يي ترکیې ته استوي.

د کډوالو ملاتړ سازمانونه د یونان او ترکیې په ساحلي ساتونکو سختې نیوکې کړي او په ټولنیزو رسنیو کې د پیغامونو په خپرولو يي ویلي، سره له دې چې د دواړو هیوادونو ځواکونه د کډوالو دغه بیړی له وړاندې لیدلې وه خو د ۱۴ ساعتونو لپاره يي دوې د خطر پر وړاندې په سمندر کې یوازې پریښي وه.

د جون میاشتې راهیسې دا د کډوالو دریمه کښتۍ ده چې هڅه يي کړې ځان یونان ته ورسوي. د یونان د رسمي خبري آژانس ( ای ن ای) د راپور پر بنسټ، تیرو دوو اونیو کې په ټولیز ډول ۱۰۸ کډوال د لیسبوس له ساحل سره نږدې ژغورل شوي.

 

نورې ليکنې