د اوفپرا دفتر. تصویر: RFI
د اوفپرا دفتر. تصویر: RFI

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې د نورو هیوادونو د اتباعو په پرتله تر ټولو ډیر افغانان په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه ثبت کړې چې د ټولو پناه غوښتونکو له نیمايي ډیر يي افغانان دي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ او بې تابعه وګړو اداره ( اوفپرا) د ۲۰۱۹ کال په راپور کې چې تیره اونۍ د جون په ۱۲ خپره شوه راغلي، ټولټال ۱۲۲۰۰۰  د پناه اخیستلو غوښتنلیکونو ته يي ځواب ویلی چې له دې ډلې ۳۰۸۰۰ تنه د کډوالو په توګه منل شوي او ۲۴۶۰۰ نورو ته بیا د جانبي حمایت اسناد ورکړل شوي.

د فرانسې د کډوالۍ او بې تابعه وګړو ادارې د دغه راپور پر بنسټ د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۰۱۹ کال کې د پناه اخیستلو په شمیر کې ۵ سلنه ډیروالی راغلی.

 افغانستان، سوډان او سوریه هغه هیوادونه دي چې وګړو ته يي تر نورو ډیر پناه ورکړل شوې.

د اوفپرا راپور کې د افغانانو د پناه اخیستلو په اړه راغلي:« په ۲۰۱۹ کال کې ټولټال ۱۰۱۷۵ افغانانو د پناه غوښتنه کړې وه چې اکثرا يي مجرد نارینه او دوبلیني و او له نورو اروپايي هیوادونو فرانسې ته راغلي ول.»

راپور زیاتوي چې د افغان پناه غوښتونکو ۴۵۳۲ غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی چې زیاترو ته يي د جانبي حمایت اسناد ورکړل شوي.

له افغانستان وروسته بیا ۲۵۹۶ تنه د سوډان او ۲۴۷۳ د سوریې وګړو مثبت ځواب ترلاسه کړی.

همدارنګه اوفپرا وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ټولو پناه اخیستونکو له ډلې ۳۱،۷ سلنه يي میرمنې وې.

د یادولو ده چې په تیرو دریو کلونو کې هم په فرانسه کې د افغان پناه غوښتونکو شمیر تر نور ډیر ښودل شوی. په افغانستان کې ناامني او ناخوالې یو شمیر خلک دې ته اړ باسي تر څو خپل هیواد پریږدي او له قاچاقي لارو ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

 

نورې ليکنې