په دې وروستیو کې د بې سرپناه کډوالو شمیر د پاریس په واټونو کې ډیر شوي. تصویر: د ویلسون انجمن
په دې وروستیو کې د بې سرپناه کډوالو شمیر د پاریس په واټونو کې ډیر شوي. تصویر: د ویلسون انجمن

یوه اونۍ تیریږي چې محکمې د ایل دو فرانس پر چارواکو حکم کړی ترڅو په بیړنی ډول کډوالو لپاره د پاریس په شمال شرقي سیمه کې د اوبو او روغتیايي خدماتو آسانتیاوې برابرې کړي خو لاهم دغه ستونزه پر ځای پاتې. د خیریه سازمانونو په وینا د پاریس په سړکونو کې د کډوالو شمیر ډیر شوی خو د اوبو رسولو لپاره کافي امکانات شتون نه لري.

تیره اونۍ، د کډوالو د ملاتړ ۱۶ سازمانونو له غوښتنې سره سم محکمې دولت پر دې مکلف کړ تر څو د پاریس په شمال شرق سن-دني سیمه کې په بیړنۍ ډول کډوالو لپاره د اړتیا وړ د څښاک اوبو، حمام او تشنابونو آسانتیاوې برابرې کړي.

محکمې همدارنګه امر وکړ چې اونۍ کې یو وار د کډوالو له استوګنځایونو کثافات راټول شي او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه پر دوې ماسک او د عفونت ضد درمل وویشل شي.

د فرانسې د قوانینو پر بنسټ، په ۲۴ ساعتونو کې د دغه حکم اجرا کول الزامي بلل کیږي، پر ته له دې د حکم د اجرا په ځند سره چارواکي دورځې ۱۲۰ یورو جریمه کیږي.

اوس د دغه حکم له صادریدو وروسته، د ویلسون سازمان څخه فیلیپ کارو وايي چې د اوبروییلیه ښار کې حالت لږ بدل شوی. دغه رضا کار کارکوونکی مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل د ستین پله ته څیرمه یو ځای کې د اوبو د ویش او حمام آسانتیاوې برابرې شوي. له دې پرته د ستین او لاندی پلونو پر سر د کثافاتو دوه کڅوړې د کډوالو د کټې اخیستې لپاره ځای پر ځای شوي.

د نړی ډاکټرانو د روغتیايي برخې همغږی کوونکی لويي باردا په خبره، د سن-دني په ښار کې هم ښاروالی پر کډوالو اوبه ویشلي او د اوبو رسولو یو موټر يي دوې ته ځانګړې کړې. د نړی د ډاکټرانو دغه غړی وايي چې د یوې خیریه انجمن لخوا د ګرځنده حمامونو په برابرولو سره د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې د چارواکو غبرګون چټک و.

ډیری کډوال خیموتو ته پناه وړي

د ویلسون له سازمان څخه فیلیپ کارو باور لري چې د سن-دني او اوبرویلیه دوه ښارونه یوازې په « حداقل» ډول د محکمې د حکم پر وړاندې خپل مسولیت تر سره کړی. په داسې حال کې چې ستونزې لاهم پر ځای پاتې، ورځ په ورځ کمپونو کې د کډوالو شمیر ډیریږي. هغه مهاجرنیوز ته وویل: « دغه انجمن د سه شنبې په ورځ، له ۵۰۰ څخه ډیر خوراکي بستې کډوالو ته ویشلي خو دا کافي نه دي. د ستین په پله کې ۱۵۰ خیمې، لاندی پله ته نږدې له ۵۰ تر ۱۰۰ خیمې او ۲۰ نور د مالتور کانال سره پراته دي.»

لويي باردار باور لري چې له قرنطین وروسته په سړکونو کې د کډوالو شمیر ډیر شوی او دوې شاوخوا ۴۰۰ خیمو کې ژوند کوي.

فیلیپ کارو وايي ډیری دا هغه کسان دي چې د پولیسو له لوري وړاندیز شویو استوګنځایونو ته نه دي تللي او یا نوي پاریس ته راغلي. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل:« د دغو له ډلې یو شمیر يي هغه کارګر دي چې مخکې يي تور کار ترسره کول خو کولای يي شول چې د کور کرایه پیدا کړي. اوس له کرونا ویروس وروسته دغه خلک خپل کار او سرپناه له لاسره ورکړې.»

هغه وايي چې د قرنطین له امله د ادارو تړل کیدل د دغو کډوالو ستونزې لا پراخې کړي دي.

کډوالو ته د سرپناه برابرول یو ستر لومړیتوب بلل کیږي

د نړی د ډاکټرانو له سازمان څخه لویی باردا وايي د خواشینی ځای دی چې محکمې کډوالو ته د سرپناه برابرولو لپاره د سازمانونو غوښتنو ته پام و نه کړ:« د پولیسو پریفیکچر تل وايي چې هره شپه ۱۳۰ زره خلکو ته په ایل دو فرانس کې سرپناه برابروي او ځینې هم کولای شي ۱۱۵ بیړنۍ شمیرې ته زنګ ووهي. خو دا یو مناسب ځواب نه دی. په معمول ډل سره یا دغه ټیلفون ته څوک ځواب نه وايي او یا هم له وړاندې استوګنځایونه ډک وي.»

هغه سازمانونه چې له دولت څخه ناراضه دي باور لري « د اوبو او روغتیا ور هاخوا، د دوبلیني کډوالو په ګډون ټولو ته پرته له قید او شرط څخه د سرپناه برابرول یو لومړیتوب بلل کیږي.» د لویي باردا په خبره له پنځو کلونو راهیسې داستونزه شتون لري او د کډوالو ستونزو د حل لپاره د یو سیاسي ارادې د نه شتون ښودنه کوي.

د ایل دو فرانس د پولیسو ادارې چارواکي مهاجر نیو ته ویلي راتلونکي ټاکنې د دې حکم کوي چې دوې په دې برخه کې له نظر ورکولو ډ ډه وکړي. د سن- دني د پولیسو پریفیکچر په دې اړه وویل« د محکمې د حکم پر اساس، د سره صلیب سازمان په مرسته ماسک او د عفوني ضد مایع پر کډوالو ویشل شوي خو د اوبو او روغتیايي آسانتیاوو برابرول د ښاروالی دنده ده.»

د اوبرویلیه او سن- دنی ښاروالی په خپل وار سره د مهاجر پوښتنو ته ځواب و نه ویل.

 

نورې ليکنې