ایران کې له څو لسیزو راهیسې لاهم ۱،۴ میلیونه افغانان د کډوالۍ له اسناد پرته ژوند تیروي. اوس افغانستان له دغه هیواد سره یو ځای هڅې پیل کړي ترڅو دغه بې اسناده افغانان ثبت او اسناد ورته وویشي.
افغان حکومت د سه شنبې ورځ په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د هواري او د دوې د قانوني کولو د لارو چارو په اړه ناسته جوړه کړه. په دغه ناسته کې پریکړه وشوه تر څو په نږدې راتلونکي کې یو پلاوی ایران ته واستول شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ مانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سه شنبې په ورځ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنیدنکو چارو وزیرانو په ګډون یوه ناسته جوړه شوه. په ناسته کې په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقي وضعیت او قانوني کولو په اړه خبرې وشوي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت، د بریښنايي تذکرو د ویش، د کډوالو د استوګنې د قانوني کولو او دوې ته د پاسپورټونو د ویش په موخه به نږدې راتلونکي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ایران ته سفر وکړي او د دغه هیواد له چارواکو سره به په دې اړه خبرې وکړي.»
د افغانستان د کډوالو او راستنیدوکو چارو وزارت یو چارواکی نن چهارشنبه له مهاجر نیوز سره په خبر کې وویل:« ایران کې د ټولو افغانانو له ډلې یوازې ۸۰۰ زره يي د کډوالۍ اسناد او ۴۵۰ زره نور پاسپورټونه لري خو شاوخوا ۱،۴ میلیونه نور بیا قانوني اسناد نه لري.»
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کولو په اړه هڅې کیږي. شاوخوا پنځه کاله وړاندې په کابل کې د د اوړو هیوادونو چارواکو پریکړه کړې وه تر څو په ایران کې د ناقانونه کډوالو د قانوني کیدو په اړه خپلې طرحې یو له بل سره شریکې کړي خو لاهم د بې اسناده کډوالو ستونزه پر ځای پاتې.
افغان حکومت د کډوالو د قانوني کولو هڅې وروسته له هغه پیل کړي چې په دې وروستیو کې د ایران په یزد ښار کې د دغه هیواد امنیتي ځواکو لخوا پر یو موټر چې ۱۲ تنه کډوال يي لیږدول ډزې وشوې. له دغو ډزو وروسته موټر اور واخیست او درې تنه افغان کډوال پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. یاده پیښه په کور دننه او بهر کې په پراخ ډول افغانانو لخوا وغندل شو.