فرانسه کې بې کوره کډوال. تصویر: آرشیف
فرانسه کې بې کوره کډوال. تصویر: آرشیف

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې، د ګارند سنت ښاروال د فرانسې په شمال کې د کالې ښار ۴۰ کیلومټرۍ ته د سلګونه بې سرپناه کډوالو د حمام تجهیزات ټول کړل. د نړی ډاکترانو ادارې یو فعال پر دغه ګام سخته نیوکه کړې او ویلي دي « د اوبو او روغتیا ساتنې ته نه پاملرنه، د انساني کرامت تر پښو لاندې کول ګڼل کیږي»

د فرانسې په شمال کې د نړۍ ډاکټرانو ادارې سیمه ایز همغږی کوونکی «فرانک اسنه» په وینا، د جون له دریمې راهیسې، په ګارند سنت سیمه کې ځنګل ته نږدې د شولو په پټیو کې میشت کډوال اوبو او حمامونو ته له لاسرسي محروم دي.

د نړي د ډاکټرانو دغه غړی د خپلو خبرو په دوام ویلي « شاوخوا ۶۵۰ بې کوره کډوال چې ۵۰ کورنۍ پکې شمالې دي تیر ژمي کې دغه سیمه کې ځای پر ځای شوي ول. په لومړی کې دوې په سیمه کې یوازې د اور وژونکي د اوبو نل ته لاسرسی درلود.

د کورونا ویروس له امله رامنځ ته شوی قرنطین په موده کې، د پولیسو چارواکي کډوالو لپاره د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یوازې د غیر څښاک اوبو یو موټر او صابون برابر کړی و. له یوې لنډې مودې وروسته، د ښاروالۍ چارواکو په دغه سیمه کې کډوالو لپاره د څو حمامونو او د اوبو نلونه سربیره د اپریل په میاشت کې هم څو تشنابونه جوړ کړي ول.

خو په ورته مهال د سیمې د پولیسو ( پریفیکتور) مشر پریکړه وکړه ترڅو د شپږو میاشتو په موده کې یاده سیمه پاکه او کډوالو ته سرپناه برابره کړي.

له سیمې څخه د کډوالو له پاکولو سر سم، چارواکو د جون په دریمه د اوبو رسولو تجهیزات، حمام او تشنابونه له سیمې ټول کړل.

ګراند سنت کې د سلام انجمن فعال «کلیر مایو» مهاجر نیوز ته وویل:« هغه کډوال چې سرپناه نه لري، د اوبو راوړلو لپاره باید د دیوالو له پورې غاړو خپلو خیمو ته اوبه ولیږدوي او ډیر مزل باید وکړي»

نور ولولی: فرانسه: ګراند – سنت او کالې کې د کډوالو د سرپناه ورکولو عملیات پیل شوي

د ګراند سنت ښاروال «مارسیال بیایر» د مهاجر نیوز د پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل، ټاکل شوې نه وه چې د شولو په پټیو کې د کډوالو کمپونه د اوږدمهال لپاره وي ځکه چی « لومړی ځمکه د ښاروالی جایداد نه دی او دویم دا چې دغه تجهیزات د ښاروالۍ، د نکرک ښاري ادارې او دولتي چارواکو د ګډې پریکړې له مخې نه دي رامنځ ته شوي.» هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې، دهغه تر مشرۍ لاندې ښاروالۍ « د امنیت ټینګښت، د کثافاتو راټولو او ساتلو» دنده پر غاړه لري او په دې برخه کې هره میاشت ۶۴ زره یورو لګښت ورکوي. هغه ټینګار کوي چې له دې امله ښاروالۍ د کډوالو پر وړاندې خپل یو دروند مسولیت تر سره کړی.

د فرانک اسنه په باور مهمه ستونزه داده چې د یادې سیمې کډوال غوره بولي چې د بې سرپناهۍ سخت شرایط پر ځان و مني ځکه هغوي غواړي د لویو موټرو او یا سمندر له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې دچارواکو لخوا کډوالو ته برابر شوي سرپناه د ګارند سنت له سیمې ۸۰ څخه تر ۱۲۰ کیلو مټره فاصله لري او اوږدمهاله هم نه دي.

کډوالو اړ دي چې د ډنډ اوبه وڅښې او هلته حمام وکړي

فرانک اسنه، وړاندوینه کوي چې په اوړي کې به د پویتوک په سیمه کې د کډوالو شمیر ۷۰۰ تنو ته ورسیږي. هغه له ښاروالیو غوښتنه وکړه تر نور عمومي حمامونه او تشنابونه پرانیزي.

نوموړي یادونه وکړه چې د می او اپریل میاشتو ترمنځ شاوخوا ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ کډوال د دولت لخوا له پیشنهاد شوي کورونو تیښته کړې او د پویتوک ځنګل ته يي پناه وړې. هغه له دې امله د خواشینې په څرګندولو سره وویل ښايي د تیرکال په څیر د څښاک اوبو او حمامونو د نه شتون له امله کډوال اړ شي چې د پویتوک ډنډ له اوبو څخه د څښاک او حمام لپاره ګټه واخلي.

دغو ځانګړتیاوو ته په پام سره، د ګراند سنت ښاروال هم په سیمه کې د کډوالو دا ډول وضعیت مني او هغه څه ته په پام سره چې  په کاله کې رامنځ ته شوي، وړاندیز کوي چې کډوال هره ورځ سرپناه ځایونو ته ولیږدول شي ترڅو په یوه سیمه کې د هغوې له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.

ځینې دولتي چارواکي باور لري چې د کډوالو منل او دوې ته د مناسب ژوند برابرول، نور خلک کډوالۍ ته هڅوي. خو فرانک انسه وايي چې له ۲۰ کلونو راهیسې یوازینی کار چې چارواکو نه دي ترسره کړي هغه د کډوالو د منلو لپاره د مناسب شرایط برابرول دي.


 

نورې ليکنې