بور کینه فاسو هیواد کې د کډوالو کمپ، د فبروری ۳، ۲۰۲۰ . تصویر: UNHCR
بور کینه فاسو هیواد کې د کډوالو کمپ، د فبروری ۳، ۲۰۲۰ . تصویر: UNHCR

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري يه یوه تازه راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د جګړو او تاوتریخوالو له امله په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر ۷۹،۵ میلیونو ته پورته شوی چې د تیر کال په پرتله په دغه شمیر کې ۹ میلیونه ډیروالی راغلی.

د ملګرونو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري نن پنجشنبه د جون په ۱۸ مه، د ۲۰۱۹ کال په کلنۍ راپور کې لیکلي چې، په نړۍ کې تر بل هر وخت په بې سارې ډول د بې ځایه شویو وګړو شمیر ډیر شوی او له هرو ۷۹ کسانو څخه ۱ کس په بې ځایه شوې حالت کې ژوند کوي.

په راپور کې د یادې ادارې د مشر فلیپو ګراندې له خولې لیکل شوي :« په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د بې ځایه شویو شمیر ۷۹،۵ میلیونو ته پورته شوی چې له دې ډلې ۴۵،۷ میلیونه يي داخلي بې ځایه شوي جوړوي چې په خپلو هیوادونو کې له یوې سیمې بلې سیمې ته آواره شوي . ۴،۲ میلیونه يي هغه پناه غوښتونکي دي چې د پناه غوښتنې د ځوابونو ته په تمه ول او پاتې ۲۹،۶ میلیونه نور هغه وګړي دي چې له خپلو هیوادونو بهر کې کډوالۍ ته اړ شوي.»

په راپور کې راغلي چې سوریه، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سوډان او میانمار هغه هیوادونه دي چې وګړي يي ډیر آواره شوي. د یادو هیوادونو شاوخوا دوه پر دریمه برخه اوسیدونکي له خپلو هیوادونو تیښتې ته اړ شوي.

فلیپو ګراندي وايي: « نن مونږ د اجباري بې ځایه کیدو له امله د حالاتو د بدلون شاهدان یو. اجباري بې ځایه کیدنه نه یوازې په بې سارې ډول لوړ شوی بلکه دا یوه لنډمهال پدیده هم نه ده.» هغه وايي له خلکو تمه نه شي کیدلای چې کلونه کلونه د سختو ستونزو  په ګاللو سره سرپناه ته لاسرسی و نه مومي او خپل راتلونکي ته هیله مند نه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه چارواکی، نړیواله ټولنه د بې ځایه کیدنې د کړکیچ په هواري کې ګرم بولي او وايي« د نړیوالې ټولنې لخوا د سولې هڅې ښې پایلې نه درلودې او په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. زه ډیر اندیښمن یم ځکه راتلونکي کال به له دې بد کال وي.»

هغه د بې ځایه شویو کړکیچ لپاره د حل پر اساسي لارو ټینګار کوي او وايي چې نړیواله ټولنه باید د جګړو او ناخوالو د حل لپاره اساسي لارې و لټوي.

راپور زیاتوي چې، په تیر یوه لسیزه کې ۱۰۰ میلیونه انسانان خپلو هیوادونو پریښودو ته اړ شوي او په کور دننه او یا نورو هیوادونو ته يې پناه وړې. د راپور په حواله اجباري بې ځایه کیدنه د تیرو لسو کلنو په پرتله دوه برابره ډیره شوې.


 

نورې ليکنې