د شمیرو له مخې فرانسه کې شاوخوا ۳۵۰ زره بې اسناده بهرني کډوال ژوند کوي. تصویر: مهاجر نیوز
د شمیرو له مخې فرانسه کې شاوخوا ۳۵۰ زره بې اسناده بهرني کډوال ژوند کوي. تصویر: مهاجر نیوز

په فرانسه کې د کرونا ویروس کړکیچ، د هغو کډوالو ستونزې برسیره کړې چې په ناقانونه ډول يي د خوراک د لیږدلو، کرهڼې او د فاضله موادو په تنظیم کې دنده تر سره کوله. د کډوالو ملاتړ د یوې ټولنې په خبره، شاوخوا ۳۵۰ زره بهرني کاریګر چې په فرانسه کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي « د سرمایې په تولید» کې مهمه ونډه لري. ډیری سازمانونه، ټولنې او د پارلمان غړي دوې ته د اسنادو د ورکړې غوښتنه کړې.

په وروستیو اونیو کې، د فرانسې یو شمیر سازمانونه، ټولنې، او د پارلمان ۱۰۰ تنه غړي، له دولت څخه غوښتنه کړې چې د پرتګال او ایټالیا د پریکړو ته په شان، ناقانونه کډوالو ته اسناد ورکړي. لسګونه مطالب او لیکونه په مطبوعاتو کې خپاره شوي او د دولت په آدرس استول شوي. په ورته وخت کې د جون د ۲۰ مې په لاریون کې چې د کډوالو له ورځې سره برابره ده، د بې اسناده کډوالو څخه د ملاتړ په موخه د ګډون پیغامونه هم خپاره شوي.  

د سیماد په خیریه سازمان کې د حقوقي برخې یو چارواکی « لیز فارون» باور لري چې« د کرونا کړکیچ ډیر څه بدل کړي.». د کارګرو فدراسیون د اداري کمیسیون غړی « مریلین پولن» په خپل وار سره وايي« د کرونا ویروس د غوښتنلیکونو طرحې د وړاندې کولو لپاره یو اساسي عنصر و.» هغه وايي دغه کړکیچ هغو خلکو ته پام ډیر کړ چې په حاشیه کې پاتې ول.

ورته مطلب: ایټالیا به په سلهاوو زرو کارګرو مهاجرو ته اسناد ورکوي

د کرونا ویروس کړکیچ په لومړی کرښه کې

 په داسې مهال چې د فرانسې خلک د جون ۱۷ مې وروسته قرنطین شول، هره ورځ زرګونه بې اسناده بهرني کډوال کارګر دنده ترسره کوله. د مریلین په وینا« ډیری دغه کډوال په لومړی کرښه کې شتون درلود ځکه دوې په بلابیلو برخو کې لکه د خوراک د لیږدلو، کرهڼې او د فاضله موادو تنظیم په کارونو بوخت ول.»

د دغو بې اسناده کډوالو یوه بیلګه، د فریشتي (FRISHTI) شرکت کارګر و چې له ډیرو کلونو راهیسې د خوراک د لیږد په برخه کې دنده ترسره کوله او د قرنطین په موده کې له دندې لرې شول. دغه کارګر د کډوالو ملاتړ ټولنو په مرسته، فرانسه کې د خپلې استوګنې د قانوني کیدو غوښتونکي شول.

د دې ترڅنګ، باید په رستورانتونو او هوټلونو کې د بهرنیو بې اسناده کارګرو له ستونزو یادونه وشي. دوې و نه شو کولای چې د دولت د محمدودې بیکارۍ له مرستو برخمن شي.

د مریلین پولن په وینا، رښتیا داده چې هغه ۳۵۰ زره بې اسناده بهرني کارګر چې په فرانسه کې ژوند تیروي «د سرمایې په تولید» کې مهمه ونډه لري.

د تبعیض او نا برابرۍ په وړاندې د مبارزې ارزښت

رښتیا داده چې بې اسناده کارګر د قانوني کارګرو په پرتله د برابر کار په ترسره کولو سره لږ معاش لاسته راوړي. هغوی حق لري چې د دولتي مرستې ( AME) پرته بل ډول روغتیايي بیمه ولري ځکه د نورو په څیر دوې هم مالیه ورکوي. د مریلین پولن په وینا، له دې اړخه « په کاري چاپیریال کې د اقامت اسنادو ورکول د تبعیض او نابرابرۍ پر وړاندې مبارزه ګڼل کیږي. ټول باید له برابرحق څخه برخمن وي.»

د سیماد له سازمان څخه لیز فارون ټینګار کوي چې په دې برخه کې « باید چټک بدلون رامنځ ته شي» او د یو ساده پروسې په رامنځ ته کیدو سره، فرانسه کې د اقامت پر قانون له سره کتنه وشي:« بهرني کارګر دلته ژوند کوي، ځینې يي دلته د اولادونو څښتنان شول خو بیا هم دوې یا نه شوي کولای د اقامت اسناد لاسته راوړي او یا باید د دې لپاره کلونه انتظار و باسي.» هغه پر دغه کار د سختې نیوکې په ترسره کولو سره د فرانسې اداري سیستم ناکاره بولي.

د مریلین په وینا، « فرانسه کې ټول رامنځ ته شوي حکومتونه، په عامه افکارو کې د دغه کار د احتمالي ناوړه پایلو څخه ویره لري خو که څوک د ښي پلوه افراطي پر وړاندې ځان یو خنډ و بولي، پرته شکه چې په دې برخه کې به ګام پور ته کړي.»


 

نورې ليکنې