دياکوني ږغ کړی چي د بامف پر ځای بايد بې طرفه سازمانونه پناه غوښتونکو ته مشورې ورکړي. تصویر: پکچر الیانس.
دياکوني ږغ کړی چي د بامف پر ځای بايد بې طرفه سازمانونه پناه غوښتونکو ته مشورې ورکړي. تصویر: پکچر الیانس.

جرمني کې د « دیاکوني» په نوم یوه مرستندویه سازمان د دغه هیواد پر ایالتي ادارو او مرکز غږ کړی تر څو د کرونا ویروس د بحران پر مهال د مهاجرینو بد حالت له پامه و نه غورځوي.

د پروتستانت کلیسا پورې اړوند د غه سازمان د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو کنفرانس کې ویلي چي په اروپا او جرمني کې بايد د مهاجرینو د منلو، هغوی ته د مشورو ورکولو او ځای پر ځای کولو په برخو کې لازمې آسانیتاوې برابرې شي.د کورنيو چارو د وزيرانو دغه کنفرانس د جرمني په اېرفورت کې د جون په ۱۷مه پېل شوی او د همدغې مياشتي تر ۱۹مې به دوام وکړي. ياد مرستندويه سازمان دغه غوښتنې په برلین کې د جون په ۱۷ مه د یو لیک له لارې کړې .

 د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخې، دياکوني سازمان له کرونا وروسته د مهاجرینو د ایستلو پر پیلیدو نیوکې کړي.

په دغه ليک کې راغلي چي یاد سازمان او نور مرستندويان د جرمني له حکومت څخه د دې خبرې تمه لري چې له یونان څخه نوي مهاجرین و مني. د دياکوني په وينا د دغو مهاجرینو منل ځکه اړين دي چي، د يونان د مهاجرینو کمپونو کې حالت «فاجعه وي» ده. د دياکوني رئيس «اولريش ليلي» زياته کړې چي بايد تر اوسه منل شوو ۲۵۰ کسانو څخه زيات ناروغ ماشومان او د هغوی د کورنۍ غړي د آلمان له خوا منل شوي وای.

 اولريش ليلي ويلي چې مهاجرین باید په کمپونو کې د کرونا له وبا وساتل شي. د هغه په وينا بايد په دې برخه کې اړينه روغتیا ساتنه موجوده وي. هغه زياته کړې:« په ډله ایزه توګه د کډوالو په ساتلو کې د ټولنیز واټن مراعتول ګران دی»

 دياکوني غوښتنه کړې چې مهاجرینو ته د پناه غوښتنې په برخه کې لازمې لارښوونې وشي او دوې ته امکانات چمتو شي. دغه سازمان زياته کړې چې که د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر هغه پلان عملي کړي چې یوازې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره د آلمان فدرالي اداره ( بامف) به مهاجرو ته د مشورې امکانات برابروي، نو د ۲۰۱۸ کال د مارچ په مياشت کې لاسليک شوی د ائتلافي تړون هغه پلان بې ګټي شي چې د پناه غوښتونکو له پاره د بې پلوه مشورو د آسانتيا برابرول په پام کې لري.

د ليلي په وينا د بامف اداره چې د پناه غوښتنې د منل کېدو يا ردېدو پریکړه کوي، په ورته مهال پناه غوښتونکو ته د مشورې ورکولو چاره نه شي پر مخ بوولای. د هغه په وينا مشوره کول د یو بې پلوه اړخ کار دی.

 

نورې ليکنې