د اروپايي کميسيون رئيسه فون دېر اين د مهاجرت او پناه غوښتنې نوی تړون او تفاهم  رامنځ ته کول غواړي. تصویر: رویټرز
د اروپايي کميسيون رئيسه فون دېر اين د مهاجرت او پناه غوښتنې نوی تړون او تفاهم رامنځ ته کول غواړي. تصویر: رویټرز

د اروپايي ټولنې کميسيون غواړي چي د پناه غوښتنې په تړاو خپله نوې ستراتيژي معرفي کړي. دا په داسي حال کې ده چې د یاد کمیسیون د سرحدونو د ساتلو اداره (فرونټکس) ويلي چي په می مياشت کې يي ۴۳۰۰ «غيرقانوني سرحد ته ننوتني» ثبت کړي.

د اروپايي ټولنې کميسيون غواړي چي په اروپا کي د پناه غوښتنې په تړاو د اصلاحاتو رامنځ ته کولو نوې هڅه وکړي. خو پر دغه موضوع د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو تر منځ د نظر ټوپیر موجود دی.

په آجندا کې څه دي؟

 که څه هم چې د کرونا ویروس کړکیچ د خبرونو د سرټکو ځای خپل کړی دی، خو لا هم پناه غوښتونکي د اروپا پر لور په حرکت کې دي. د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د راتلونکي مهاجرو په تړاو په یوه خوله نه دي، له همدې کبله اروپايي کميسيون غواړي چي يو نوی ګام پورته کړي.

د یاد کميسيون نوې رئيسي «اورزولا فون دېر لاين» د ۲۰۱۹ کال په دوبي کي اعلان کړی و چې د خپل کار په موده کې به هڅه يي داوي چې د «مهاجرت او پناه غوښتنې په تړاو يو نوی تړون» رامنځ ته کړي.

په دې تړاو د کاري پلان له مخې اړونده چارواکي او ادارې باید د جون تر پایه کمیسیون ته خپل وړاندیزونه سپارلي وای. خو د کرونا ویروس له امله دغه پلان و ځنډید. د کميسيون يو وياند روانه اونۍ وويل چي د پناه غوښتنې په تړاو د پلانونو طرحې بشپړیدو ته نږدې شوې.

 په تيرو کالونو کې څه پېښ شول؟

له ۲۰۱۵ کال راهيسې د اروپايي ټولنې غړي هيوادونو د پناه غوښتنې او مهاجرت د سياست او پاليسیو په تړاو يو له بل سره پر کشمکشونو بوخت دي. د ۲۰۱۶ کال د می او جولای مياشتو کې د هغه وخت د کميسيون مشر «ږان کلاودې يُنکر» د سمون يوه طرحه وړاندې کړه. د دغې طرحې تر تولو مهمه برخه د دوبلین تړون نوې بڼه وه. د دغه تړون له مخې د اروپايي ټولنې هغه غړی هیواد چې له لارې يې کوم مهاجر اروپا ته داخل شي، بايد مهاجر په همدغه هيواد کي لومړی د پناه غوښتنه وکړي. خو په نوې طرحه کې دا بدلون راوستل سوی و چې ټول غړي هيوادونه به په ګډه د مهاجرو د ستونزې په هوارولو کې برخه اخلي. د دغې طرحې له مخې به مهاجر د غړو هيوادونو د يو ځانګړي سيسټم له مخې ویشل کيدلای شي.

 اصلاحات ولې له خنډ سره مخامخ شول؟

 د اروپايي پارلمان د کميسيون له خوا وړانديز شوې طرحې باندې کار وکړ او په بشپړه توګه يې د لومړي ځل اروپا ته داخلېدنې په تړاو د اصولو وړانديز يي له منځه یو وړ. په دې معنی چې پارلمان هم غوښتل، له دې وروسته مهاجر او پناه غوښتونکي په غړو هيوادونو د ځانګړي سيسټم له مخي وويشل شي. خو د اروپايي ټولنې پارلمان د یادې ټولنې د شورا تر څنګ دويم قانون جوړونکی ارګان دی.

 په شورا کې د اروپايي هيوادونو حکومتونه استازيتوب لري. دوې پر دغه موضوع هوکړې ته په رسیدو کې پاتې راغلل او یاده موضوع په پارلمان کې بریالی نه شوه. دغه اختلاف له هغه وروسته لا روښانه شوه چې د بېلګي په توګه د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان په ښکاره توګه د مهاجرو د وېش سره مخالفت وکړ.

اوس خبرې اترې پر څخه روانې دي؟

 اوس د بحث تمرکز بل لوري ته اوښتی. د بېلګې په توګه د جرمني د کورنيو چارو وزير« هورسټ زېهوفر» غواړي چي بايد د اروپايي ټولنې بهرنیو پولو ته پاملرنه ډیره شي. باور دا دی چې د اروپا پر بهرنیو پولو به د پناه غوښتنه ډیره شي او لومړنی پریکړه به پر پولو د داخلیدو د اجازې پر مهال کیږي او هغه مهاجر چې رد کیږي نو سمدلاسه به ایستل کیږي. هغه مهاجر يا پناه غوښتونکي چې د ارزونې له مخې نړیوال محافظت ته اړتيا لري هغوی به پر هغو غړو هيوادونو ويشل کيږي چې د دوې منلو ته چمتو وي. د بېلګي په توګه نور هيوادونو لکه هنګري ته به يې په بدل کي پيسې ورکول کيږي.

د دې تر څنګ مخ پر ودې هیوادونه له اروپا څخه د مالي مرستو هيله لرلای شي تر څو وکولای شي چې د خپل وګړي بېرته واخلي او ورته په خپل هيواد کي دننه پروګرامونه برابر کړای شي.

 خنډونه څه دي؟

 اروپايي ټولنې له ترکيې سره د ځانګړي تړون له مخې هم کوښښ وکړ چي د بېلګي په توګه له يونان څخه په چټکه توګه مهاجر ترکيې ته ولېږدوي. خو دغه کار په جزوي توګه عملي بڼه خپله نه کړه. په دې ترڅ کې یاده پروسه تر ټاکل شوې مودې ډیر وخت و نیو او له همدې کبله مهاجر په ځانګړې ډول ماشومان او میرمنې له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخامخ شول. دغه ستونزه د بشري حقونو او د مهاجر پلوه سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شول.

 له دې وروسته به څه کیږي؟

له هغه راهیسې چې اروپايي ټولنې د مهاجرت نوې پلانونه معرفي کړي، د اروپا پارلمان او شورا پرې سلا مشورې کوي. جرمني چې په شورا کي مهم رول لوبوي د جولای له لومړۍ نېټي څخه به د شپږو مياشتو له پاره د یاد شورا دوره يي مشري په غاړه ولري.هغه هیواد چې د شورا مشري پر غاړه اخلي باید د نورو هیوادونو تر منځ د باور وړ د یو مناسب منځګړیتوب رول و لوبوي.