د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې په قیصریه ښار کې ۳۰ زره ماسکونه تولید کړي. تصویر: آرسا انجمن
د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې په قیصریه ښار کې ۳۰ زره ماسکونه تولید کړي. تصویر: آرسا انجمن

د افغان کډوالو یوه ۱۳ کسیزه ډله د ترکیې په قیصریه ښار کې هر ورځ ۱۰۰۰ ماسکونه او صابونه تولیدوي تر څو ځايي اوسیدونکي د کروناویروس څخه وژغوري.

دغه پروژه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د یو شمیر رضاکاره افغانانو لخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ پیل شوې چې پر ترڅ کې به ۳۰ زره ماسکونه او ۲۵۰۰ صابون تولید او د روغتونو او یو شمیر دولتي او غیر دولتي ادارو لخوا پر کډوالو وویشل شي.

د افغان کډوالو دغه ډله چې نیمايي میرمنې دي وايي، په ترکیه کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته د ماسکونو بیې لوړې شوې او په درملتونونو کې ماسک ته د کډوال لاسرسی ګران و نو ځکه مو ودې دغه ګام پورته کړی. دوې وايي په دې کار سره غواړو چې د کډوالو په تړاو د ترکیې دولت او د خلکو ذهنیتونه بدل کړي.

د دغو کډوالو له ډلې یوتن ۳۵ کلن علي حکمت دی چې د ناامنیو له امله په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان له غزني ولایت څخه کډوال شوی او اوس په ترکیه کې د کډوالو د ملاتړ د انجمن ( آرسا)  مشري کوي.

علي حکمت مهاجر نیوز سره په خبرو کې وویل:« ترکیه کې د کرونا له خپریدو سره سم ماسکونه یوازې په درملتونونو کې خلکو ته د اقامت کارډ پر اساس ویشل کیدل او بیې يې هم لوړې وې، دغه محدودیتونه د دې لامل شول چې کډوال و نه شي کولای په آسانۍ سره ماسک ترلاسه کړي. مونږ د دغې ستونزې د هواري لپاره د ماسکونو تولید پیل کړی چې تر دې مهال مو ۲۷ زره ماسکونه تولید کړي.»

هغه وايي چې دغه ماسکونه د افغانانو د یوې اوه کسیزې ډلې لخوا جوړیږي چې په دغه ډله کې یو شمیر يي خیاطان دي، علي زیاتوي چې وروسته بیا تولیدات يي د قیصريې ښار روغتونونو، موسسې او دولتي ادارو لخوا پر کډوالو ویشل کیږي.

په قیصريه ښار کې د دغو کډوالو له ډلې ۶ تنه نور چې څلور يي میرمنې دي دکرونا ویروس سره د مبارزې په موخه صابونونه جوړوي چې تر دې مهاله يي ۲۵۰۰ صابونونه کډوالو ته تولید کړي.

ذاکره حکمت یو شمیر نورو افغانو میرمنو سره په ګډه چې ځینې ترکان هم پکې شامل دي کار کوي تر څو د قیصریې په ښار کې کډوالو ته د کرونا د خپریدو د مخنیوي په موخه صابون تولید کړي، هغه د طالبانو د جګړو له امله له غزني ولایت څخه ترکیې ته کډواله شوې او اوسمهال د ترکیې په قیصریه ښار کې ډاکټره ده.

ذاکره کډوالو لپاره صابون جوړوي. تصویر: آرسا انجمن

ذاکره له مهاجرنیوز سره په خبرو کې وویل زمونږ سره د صابون جوړولو په برخه کې ۴ تنه میرمنې او دوه نارینه شامل دي چې تر دې مهاله مو ۲۵۰۰ صابونونه تولید او پر کډوالو ویشل شوي.

ذاکره زیاته :« زمونږ په دې کار سره غواړو چې د کډوالو پر وړاندې د خلکو او دولت ذهنیت بدل کړو په دې معنی چې دوې باید فکر و نکړي چې کډوال یوازې د دولت او سازمانونو مرستو پورې تړلي خلک دي. دوې باید پوه شي چې د کډوالو ترمنځ متخصص او باظرفیته خلک شتون لري تر څو کوربه ټولنې سره مرسته وکړي.»

یاده پروژه په لومړیو کې د افغانانو د انجمن لخوا په رضاکاره ډول پیل شوې وه خو اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو اداې عالي کمیشنرۍ د دغې پروژې ملاتړ کوي.

ترکیه یو له هغو هیوادونو دی چې په دې وروستیو کې د کرونا له امله ډیر ځپل شوی چې د کرونا د ناروغانو شمیر پکې له ۱۷۵ زره ډیر او د مړو شمیر يي نږدې ۵۰۰۰ تنو ته لوړ شوی.

علي حکمت په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ترکیه کې د کډوالو د انجمن لارې له ۳۹ زره کډوالو ته بیلابیل پروګرامونو جوړ شوي، هغه وویل په ترکیه کې د کرونا ویروس په خپریدو يي اوس داسې یو پروګرام هم په لار اچولې چې د ویډیو کنفرانس له لارې افغان کډوالو ته د کرونا په اړه روغتیايي لارښوونې کوي.


 

نورې ليکنې