انځور د پېکچر الاینز څخه
انځور د پېکچر الاینز څخه

د سلوانیا پولیس وایي چې له کروشیا سره پر پوله یې د دوو لاریو په تانکرونو کې ۲۲ مهاجر موندلي دي.

د سلوانیا پولیسو ویلي چې د تېرې شنبې په ورځ یې له کروشیا سره پر پوله د دوو لاریو د خوراکي توکو په تانکرونو کې ۲۲ مهاجر موندلي دي. دغو لاریو د صربستان نمبر پلېتونه درلودل.

سرچینو زیاته کړې چې لاریو کې پټ شوي کډوال د اکسیجن د کموالي له امله د مرګ له خطر سره مخ ول. یاد مهاجر د بنګله دېش، ترکیې، سوریې او هند دي.

پولیسو لومړی په یوه لارۍ کې ۱۳ مهاجر وموندل. خو وروسته بیا په یوه بله لارۍ کې ۱۳ تنه نور وموندل شول.

سلوانیا یوه له هغو هیوادونو ده چې د بالکان په مسیر کې موقعیت لري او په زرګونو مهاجر پکې ایسار پاتې دي.

د سلوانیا چارواکو د جون میاشتې په پیل کې ویلي ول چې د ګرځبندیز په نرم کېدو سره د مهاجرو د احتمالي څپې د مخنیوي لپاره له کروشیا سره ګډې پولې ته نږدې ۱۰۰۰ نوي سرتېري استولي دي.

د سلوانیا د پولیسو مرستیال کمېشنر جوز سنېکا زیاته کړې وه چې یاد سرتېري سلوانیا ته د مهاجرو د ننوتلو د مخنیوي لپاره  بې پیلوټه الوتکې، د بدن د حرارت د معلومولو او د حرکت د پېژندلو کامرې او چورلکې کاروي.

دغه راز څو میاشتې مخکې د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې له کروېشیا سره پر ګډه پوله یې د خنډونو د جوړولو کار پیل کړی دی. د یاد وزارت په حواله ټاکل شوې وه چې د اپریل میاشتې پر مهال پوله کې د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي ازغن تار ولګول شي.

 

نورې ليکنې