له ارشیف څخه: افغان کډوال د هرات په اسلام قلعه بندر کې. کرېډېټ: دویچه ویله شعیب تنها شکران
له ارشیف څخه: افغان کډوال د هرات په اسلام قلعه بندر کې. کرېډېټ: دویچه ویله شعیب تنها شکران

کابل کې د امریکا سفارت د شنبې په ورځ وویل چې په روان میلادي کال کې د افغان مهاجرو، پناه غوښتونکو او نورو زیان منونکو ډلو لپاره له افغانستان سره د ۱۸ میلیارده افغانيو په ارزښت مالي مرسته کوي.

د امریکا سفارت د جون په ۲۰مه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د مهاجرت نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان مهاجرو سره بشردوستانه مرسته کوي.

همدارنګه یاد سفارت د هغو مهاجرو ملاتړ اعلان کړی چې په وروستیو وختونو کې  ایران کې شکنجه او مړه شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې ایراني سرتېرو په دوو بېلابېلو پېښو کې ځینې افغان کارګر او مهاجر مړه او ټپیان کړل. لومړۍ پېښه کې ایراني پوله ساتونکو افغان مهاجر د هریرود سیند تېرېدلو ته اړ کړل چې په پایله کې یې ځینې مهاجر مړه او ځینې نور بې درکه شول.

دغه راز څو اونۍ مخکې ایراني پولیسو یزد ښار کې د مهاجرو پر یو موټر ‌‌ډزې وکړې چې په پایله کې یې درې تنه مړه او ځینې نور ټپیان شول. یادو پېښو د افغانستان په د ننه او بهر کې د ګڼو افغانانو غوسه وپاروله. 

د امریکا سفارت زیاته کړې چې ډېری افغانان هیله لري چې خپل هیواد ته راستانه شي خو دوی په لومړي سر خوندیتوب او سولې ته اړتیا لري.

 

نورې ليکنې