له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز

د رپوټونو له مخې د فرانسې په ایل دو فرانس سیمه کې د جعلي اسنادو د جوړولو دوه کارخانې له منځه وړل شوې دي چې یونان او فرانسه کې یې مهاجرو ته جعلي سندونه جوړول.

د فرانسې نړیوالې راډیو د یو رپوټ له مخې فرانسوي ځواکونو دوه الجزایریان د جعلي سندونو د جوړولو په تړاو نیولي دي. ویل کېږي چې دوی د یوې داسې ډلې مشران دي چې د اسپانیا، ایټالیا، بلجیم او فرانسې جعلي پېژندپاڼې او د موټر چلولو لپاره جعلي لایسنسونه یې جوړول. 

د یادو کارخانو په اړه څېړنه وروسته له هغې پیل شوه چې د کورونا پوست یو کارکوونکي داسې یو پارسل وموند چې پکې د فرانسې او نورو هیوادونو سندونه ځای پر ځای شوي وو. یاد سندونه د فرانسې په مارسی ښار کې غلا شوي ول او ټاکل شوې وه چې یونان ته واستول شوي.

فرانسوي ځواکونو د ایل دو فرانس په دغو کارخانو کې د اسنادو د چاپولو یو حرارتي ماشین، د فرانسې جمهوریت ټاپې او د پېژندپاڼو ۱۱۵۰ سپین کاغذونه موندلي دي. د پولیسو په حواله دغه جعلي سندونه د پاریس په باربس سیمه کې په ۱۵۰ تر ۲۵۰ یورو پلورل کېدل. ځینې سندونه هم پر هغو مهاجرو پلورل کېدل چې په یونان کې دي او اروپایي هیوادونو ته راتلل غواړي. 

پولیسو یوه ښځه هم نیولې چې د الجزایري سړي سره تړاو لري. 

 

نورې ليکنې