د رپوټونو له مخې د شمالي مقدونیې پولیسو د دوشنبې په ورځ له یونان سره پر پوله په یوه لارۍ کې ۶۸ بنګله دېشي کډوال موندلي دي.
د شمالي مقدونیا پولیس وایي چې تېره دوشنبه (د جون میاشتې ۲۲مه) یې د دې هیواد سترومیکا سیمه کې یوه لارۍ کې ۶۸ بنګله دېشي مهاجر موندلي دي.
که څه هم پولیسو د یادو مهاجرو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو دوی په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې لاري چلوونکي تښتېدلی دی.
نیول شوي مهاجر د شمالي مقدونیې سرحدي ښار ګیوجلیا ته استول شوي او تمه ده چې یونان ته وشړل شي.
د روان کال په لومړیو میاشتو کې د یونان او شمالي مقدونیې ګډه پوله د کرونا ویروس کړکېچ له امله تړل شوې وه. خو چارواکي وایي چې د انساني قاچاقو ډلې لا هم په سیمه کې فعالې دي.