انځور له ویکي کمنز څخه
انځور له ویکي کمنز څخه

د برتانوۍ رسنیو له مخې درې افغان مهاجرو د دې هیواد په بروکس هوس اداري توقیف خانه کې له کډوالو سره د «غیر قانوني» چلند پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی دی.

دغو مهاجرو ویلي چې ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې ګتویک هوایي ډګر ته نږدې جي ۴ اس – رن بروک هوس کې هره شپه ۱۱ ساعته بندي کوټه قلفي ول.   

دوی زیاته کړې چې بروک هوس کې د کوټه قلفۍ یا لاک ان سیستم د مهاجرو د ازادیو او حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي. ځکه چې د یاد مرکز اوسېدونکو د شپې له ۹ د سهار تر ۸ بجو پورې له خپلو کوټو څخه د وتلو اجازه نه لرله.

دوی دغه راز ویلي چې دوی مجبور ول په خپلو کوټو کې لمونځ کړي.

بي بي سي پانوراما په کال ۲۰۱۷ کې د بروک هوس په اړه یو داسې ویډیويي رپوټ خپور کړی و چې یاد مرکز کې د بندیانو خراب وضعیت پکې ښودل شوی و.

د بي بي سي د یاد رپوټ تر خپرېدو وروسته د مرکز ۱۴ کارکوونکي له دندې ګوښه کړل شول. همدارنګه د برتانیا د کورنیو چارو ادارې مشرې پریتي پاتل بروک هوس کې له کډوالو سره د ناسم چلند په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

د دغو درې افغان مهاجرو وکیلې استفاني هریسون محکمې ته ویلي چې بروک هوس د بندیانو پر وړاندې داسې یو سیستم کاروي چې د مهاجرو د ازادیو سره په ټکر کې دی.

په همدې حال کې د برتانیا د کورنیو چارو ادارې مدافع وکیل توماس رو ویلي چې بروک هوس د خصوصي قراردادیانو له خوا اداره کېږي خو د مهاجرو د شړلو په ټولو مرکزونو کې د شپې له خوا ځانګړي قواعد شتون لري.

 

نورې ليکنې