نن سبا ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر ونمتیل ښار کې په سړکونو شپه سبا کوي. انځور د کډوال نیوز له ارشیف څخه
نن سبا ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر ونمتیل ښار کې په سړکونو شپه سبا کوي. انځور د کډوال نیوز له ارشیف څخه

که څه هم له یوې میاشتې راهیسې ایټالیا کې ګرځبندیز پای ته رسېدلی، خو د رویا د ترانزیت کمپ چې په ونتمیل ښار کې موقعیت لري د اپریل له ۱۸مې نېټې راهیسې د مهاجرو پر مخ تړلی دی. دا په داسې حال کې چې نن سبا ونتمیل کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر په سړکونو کې شپه سبا کوي.

د رویا ترانزیت کمپ چې د سره صلیب له خوا اداره کېږي لا هم د کډوالو پر مخ تړلی دی. نن سبا دغه مرکز ایټالیا ته نوي رسېدلي مهاجر نه مني. که څه هم یاد کمپ د ۳۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، خو سرچینې وایي چې اوس مهال نږدې سل تنه پکې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې ونتمیل ښار کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر په سړکونو کې ژوند تېروي.

د کاریتاس ونتمیلیا سازمان مشر موریزیو مامو چې هر سهار پر دغو مهاجرو خواړه وېشي، وایي: «هره ورځ ۲۰ تر ۳۰ نوي مهاجر ونتمیل ته رسېږي.» د نوموړي په حواله له یوې میاشتې راهیسې کډوال بېرته نورو اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. هغه زیاتوي: «هغه کسان چې سیسیل، تریست او یا بالکان مسیر کې ایسار پاتې دي، اوس هڅه کوي چې ځانونه فرانسې، برتانیا، المان او نورو اروپایي هیوادونو ته ورسوي.»

خو ډېری مهاجر اړ دي چې یادو هیوادونو ته د رسېدو په موخه له ونتمیل ښار څخه تېر شي.

رویا کمپ چې د ۲۰۱۶ په جولای میاشت کې جوړ شوی، هغو مهاجرو ته ځانګړی شوی دی چې د سفر پر مهال له ستونزو سره مخېږي. یاد مرکز کې د هغو کسانو لپاره هم ځای شته چې ایټالیا کې د پناه غوښتنه کوي. رویا کې مهاجر خوراکي توکو، روغتیایي او اداري خدماتو ته لاسرسی لري.

رویا مرکز تېره اپریل میاشت له هغې وروسته قرنطین شو چې دوه کسانو پکې د کورونا مثبتې ازموینې وکړې. خو د ایټالیا په نورو سیمو کې د مې له ۱۸مې نېټې راهیسې ګرځبندیز نرم شوی چې له امله یې مهاجر بېرته نورو اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.  

مهاجر په سواحلو او تشو ودانیو کې

د سازمانونو په حواله نن سبا ونتمیل ښار کې ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسان په سړکونو کې شپه سبا کوي. ښاغلي مارمو وایي: «دغه کسان په سواحلو، سیند ته نږدې او تشو ودانیو کې ژوند کوي. خو دوی هېڅ ډول خدماتو ته لاسرسی نه لري.»

کاریتاس ونتمیلیا زیاتوي چې د دغو کسانو په ډله کې نږدې لس کورنۍ هم دي چې ماشومان لري.

بل پلو د نړیوالو ډاکټرانو غړې کارلا ملکي وایي چې ۸۰ تر ۱۲۰ کسان د ریل پر پټلیو او یا تر پلونو لاندې خوب کوي. نوموړې زیاتوي چې د جون د ۱۸مې نېټې د شپې له خوا نږدې ۳۰ مهاجر د رویا دروازې مخې ته لاړل او هلته یې شپه تېره کړه.

د رویا مرکز د پرانیستل کېدو «ضرورت»

په همدې حال کې د لیګوري قومندانۍ ویلي چې رویا مرکز به د جولای میاشتې تر پایه پورې نه پرانیستل کېږي. خو د ونتمیل ښاروالۍ د یادې قومندانۍ له دغې پرېکړې سره مخالفت ښودلی.

د کشا نېیا ټولنې غړې ادل چې ونتمیل کې پر مهاجرو خواړه وېشي وایي چې ښاروال نه غواړي چې دغه کسان په ښار کې پاتې شي. یاده ټولنه پر مهاجرو د خوړو د وېشلو لپاره په ښار کې ګزمه کوي ځکه چې نه غواړي چې پولیسو یې د فعالیتونو مخه ونیسي.

د سازمانونو له مخې د مرکز د تړلو په اړه د چارواکو پرېکړه وضعیت نور هم خرابولی شي. موریزیو مارمو وایي: «موږ فکر کوو چې کمپ باید پرانیستل شي، ځکه چې دا د ویروس د خپرولو مخه نیولی شي.»

بل لور ته کارلا ملکي وایي چې هغه مهاجر چې په سړکونو کې شپه سبا کوي او ناروغان دي درملنې ته لاسرسی نه لري. هغې زیاتوي: «چارواکي وایي چې کمپ د کورونا له امله تړل شوی، خو که کمپ تړلی پاتې شي خطر یې لوی دی.»

نوموړې زیاتوي چې د ګزمې پر مهال له یوې داسې الجزایرۍ ښځې سره مخ شوې چې مېندواره وه او ستونزې یې درلودې. دغه راز یو سومالیایی مهاجر له پولې سره د تېرېدو پر مهال د زړه ستونزې سره مخ شو. نړیوالو ډاکټرانو ۱۱۲ شمېرې ته تېلېفون وکړ چې وروسته بیا یو امبولانس دغه سړی سن رېمو روغتون ته یووړ.

خو د یادو ستونزو سربېره کډوال لا هم د ایټالیا او فرانسې له ګډې پولې څخه تېرېږي. ځینې کسان د پولیسو څخه د ځان ژغورلو په خاطر ان د غرونو له لارې فرانسې ته د راتګ هڅه کوي.

 

نورې ليکنې