کډوال د کالې په هوت کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
کډوال د کالې په هوت کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د پولیسو فشار، تبعیض، د کمپونو د تړلو عملیات، اوبو او روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی: کالې کې مهاجر لا هم په سختو او خرابو شرایطو کې اوسېږي. د دوی په ډله کې ډېری کسان غواړي چې د کالې سرحدي ښار له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د فرانسې په کالې سیمه کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړې سیلوې وایي چې د ګرځبندیز تر پای ته رسېدو وروسته زیات شمېر مهاجر دغه ښار ته رسېدلي دي. نوموړې زیاتوي چې نن سبا کالې کې نږدې ۱۲۰۰ مهاجر ژوند کوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي. د آغلې سیلوې په حواله هر کال د اوړي په را رسېدو سره یوتوپیا ۵۶ او ځینو نورو ټولنو هڅه کوي چې مهاجرو ته ضروري شیان برابر کړي. خو سږ کال یادې ټولنې د کورونا ویروس له کبله د ضروري شیانو لکه د خیمو کموالي سره مخ دي.  

په کال ۲۰۱۶ کې د کالې ځنګل تر تړل کېدو وروسته مهاجر د دې ښار په مختلفو کمپونو کې اوسېږي. نن سبا د کالې تر ټولو لوی کمپ «لوی ځنګل» نومېږي چې بندر ته نږدې د د دون په صنعتي سیمه کې موقعیت لري او په سلګونو سوداني، ارېتریایي، افغان او ایراني مهاجر پکې ژوند کوي. دغه راز روغتون ته نږدې شاوخوا ۲۰۰ ایراني او افغان مهاجر تر خیمو لاندې شپه سبا کوي او ځینو اریتریایانو هم ستودیوم ته نږدې خیمې درولې دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کانال کې د لسګونو مهاجرو ژغورنه، برتانیا په دې تورنه ده چې د کښتیو په وسیله دغه هیواد ته رسېدلي کډوال اخراجوي

د هوت سروېس په نامه یوه ټولنه وایي چې د ۱۲۰۰ مهاجرو په ډله کې نږدې سل تنه یې کم سنه او بې سرپرسته کسان دي. دا په داسې حال کې چې د کالې قومندانۍ په حواله نن سبا کالې کې ټولټال ۷۰۰ تر ۷۵۰ کډوال ژوند کوي چې ډېری یې په دون کمپ کې دي. یاده قومنداني زیاتوي چې نور کمپونه تقریباً له منځه تللي دي.

اوبو او حمامونو ته نه لاسرسی

په ورته وخت کې سازمانونه کالې کې د مهاجرو د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي چې د اوړي په را رسېدو سره حالت نور هم خرابېدلی شي. د سکور کاټولیک سازمان غړې ژولیت دولاپلس مهاجر نیوز سره خبرو کې وویل چې دون سیمه کې یوازې د اوبو یو نل شته، په داسې حال کې چې د مهاجرو کمپونه له دغه نل څخه څو کیلومتره فاصله لري. نوموړې زیاته کړه چې کمپونو کې کثافات هم ډېر دي. د اغلې ژولیت په خبره د فرانسې دولت په ورځ کې ۲۵۰ کسانو ته د ځان منځلو زمینه برابروي، خو دا کافي نه ده ځکه چې کالې کې ۱۲۰۰ مهاجر ژوند کوي.

خو د کالې قومنداني وایي چې د کورونا کړکېچ له پیله راهیسې یې په ۴ سیمو کې د اوبو نلونو او تشنابونو نصب کړي. یاده قومنداني زیاتوي چې دغو سیمو کې ټولټال ۴۳ تشنابونه او ۵۱ نلونه شته خو د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د نلونو شمېر کم شوی دی.

دغه راز هوت سرک کې په اونۍ کې ۵ ورځې ۱۴ مهاجر کولی شي چې په دولتي سرویسونو کې د سن اومر سیمې حمامونو ته لاړ شي. د لا وي اکیتو سازمان کارکوونکو د ویروس د خپرېدو په موخه یاد حمامونه په منظمه توګه پاکوي. د کالې قومنداني دا هم وایي چې د مهاجرو په لیکو کې د ګډوډۍ د مخنیوي له پاره پولیس سیمه کې حاضر دي. یاده قومنداني زیاتوي چې یوازې په مې میاشت کې ۳۳۷۲ ځله مهاجر حمامونو ته تللي دي.

د مهاجرو اخراجول، د پولیسو له خوا فشار او تبعیض

د یوتوپیا ۵۶ غړې آغلې ژولیت دولاپلس په دې اند ده چې د چارواکو هدف دا دی چې کالې کې د خیمو د درولو مخه ونیسي. نوموړې زیاتوي چې یاد ښار کې اوسېدو ځای ته د لاسرسي حق نه مراعاتېږي او مهاجر هر سهار له کمپونو څخه اخراجېږي. دوی داسې فکر کوي چې د پولیسو چلند ور سره ناسم دی. د آغلې ژولیت په حواله د خیمو د را ټولولو پر مهال پولیس د مهاجرو وسایل او سندونه ضبطوي.  

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونه دغه راز زیاتوي چې وضعیت نه یوازې په کمپونو بلکې په ټوله سیمه کې خراب دی او مهاجر ان په سرویسونو کې له تبعیض سره مخ کېږي. په تېرو څو اونیو کې زیاتو مهاجرو دوی ته ویلي چې د ښاروالۍ سرویسونه کمپونو ته نږدې نه درېږي. ژولیت دولاپلس په دې هکله وایي چې د کالې د اوپال بس مسول ویلي چې مهاجر سرویسونو ته سپرېدلی شي، خو تېره اونۍ مهاجرو شکایت وکړ چې چارواکو د تلاشۍ لپاره دوی له بسونو ښکته کړي دي.  

بل پلو د کالې قومنداني د کمپونو د تخلیې عملیاتو خبره تاییدوي. دغه دولتي سرچینه وایي چې د فرانسې حکومت د اپریل ۳مې راهیسې یې کالې کې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو ۳۴ عملیاتونه ترسره کړي دي. د یادې قومندانۍ په حواله د دغو عملیاتو موخه دا ده چې سرپناه نه لرونکو کسانو ته د بشردوستانه دلایلو له کبله سرپناه برابره کړې، ځکه چې کالې کې د هغوی شتون د چاپېریال ککړتیا لامل کېږي او دغه راز د خلکو هوساینې ته زیان رسوي. د همدې وجه د کمپونو د تخلیې عملیات د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو ښه اقدام دی. د کالې قومنداني زیاتوي چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې د کالې په ۶ مرکزونو کې ۶۱۷ مهاجرو ته سرپناوې برابرې شوې دي. 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: ګراند - سنت او کالې کې د کډوالو د سرپناه برابرولو عملیات پیل شوي 

یاده قومنداني دا هم وایي چې بولونی سور مېر کې د فرانسې څارنوال تر امر لاندې دغه عملیاتونه ترسره کېږي او موخې یې دا دي چې د ناقانونه استوګنځیو او د چټلو کمپونو د جوړېدو مخه ونیسي. د دغو عملیاتو پر مهال ټولو هغو مهاجرو ته سرپناه برابرېږي څوک چې غواړي د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو په مرکزونو کې ژوند وکړي. په کال ۲۰۱۷ کې د یادو مرکزونو د پرانیستل کېدو راهیسې ۴۷۹۷ کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي. د کالې قومنداني زیاتوي چې د «ځنګل کمپ» په پرتله نن سبا د مهاجرو شمېر ۱۵ چنده لږ دی.

خو سازمانونه دغه خبره نه مني. دوی وایي چې هغه مهاجر چې په کالې کې ژوند کوي برتانیا ته تلل غواړي او د کمپونو تړل دې ښار ته د نویو مهاجرو د رسېدو مخه نه شي نیولی. د ژولیت دولاپلس په حواله کالې کې له بشري حقونو څخه سرغړونه کېږي خو څوک له ملي او سیمه ییزو چارواکو څخه د دې وضعیت په اړه پوښتنه نه کوي.

 

نورې ليکنې