د بلجیم پولیس، له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز
د بلجیم پولیس، له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز

د بلجیم فډرال محکمې ویلي چې پرون پنجشنبه بلجیم او برتانیا کې ۱۲ کسان د انساني قاچاقو په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې دغو کسانو بادبان لرونکو کښتیو کې مهاجر له هالنډ څخه برتانیا ته انتقالول

پرون پنجشنبه د بلجیم او برتانیا د ګډو عملیاتو په پایله کې ۱۲ کسان په دواړو هیوادونو کې ونیول شول. دوی په دې تورن دي چې د کرایي بادبان لرونکو کښتیو په وسیله یې د مهاجرو د قاچاقولو زمینه برابروله.

محکمې زیاته کړې چې پولیسو برتانیا کې ۲ کسان او بلجیم کې ۱۰ تنه نیولي دي. تمه ده چې دغه کسان محکمې ته حاضر شي.

د بلجیمۍ محکمې په حواله د دغو پلټنو موخه دا وه چې له بلجیمه برتانیا ته د مهاجرو د قاچاقولو دغه ډله له منځه یوسي.

مانش کانال کې د مهاجرو شمېر زیاتوالی

د بلجیم فډرال محکمې د یوې خبرپاڼې له مخې یادې ډلې به په لومړي سر بلجیم کې مهاجرو ته په ترانزیت هوټلونو کې د اوسېدو ځایونه برابرول او او وروسته بیا به دوی هالنډ ته انتقالول. دوی بیا مهاجر د هالنډ د برسکنس بندر څخه په بادبان لرونکو کښتیو کې برتانیا ته قاچاقول.  

په همدې حال کې لییژ او سیانس پو پوهنتونونو کې د مهاجرت چارو څارونکی فرانسوا ګېمن وایي چې د هالنډ  په سواحلو کې امنیتي او نظارتي تدابیر لږ دي نه ځکه قاچاق وړونکي یادو سواحلو کې فعالیت کوي.

تېره ډېسمبر میاشت برتانوي چارواکو مانش کانال کې ۱۴ داسې کسان ونیول چې له همدې لارې برتانیا ته تللي ول.

که څه هم تر اوسه بادبان لرونکې کښتۍ د قاچاقي موخو لپاره نه دي کارول شوې، خو فرانسوا ګېمن وایي چې سمندرد ترافیکي ګڼه ګوڼې له امله مهاجر له څو میاشتو راهیسې په کوچنیو بېړیو کې له مانش څخه د تېرېدو هڅه کوي.  

 

نورې ليکنې