د اروپایي ټولنې محکمې څارنوال د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هنګري د پناه غوښتنې ډېری مقررات د اروپایي اتحادیې د قوانینو خلاف دي. نوموړي زیاته کړه چې هنګري د اروپایي ټولنې غړي هیواد په توګه خپلې دندې نه دي ترسره کړې.
یوه میاشت مخکې د اروپایي ټولنې محکمې له هنګري څخه غوښتي وو چې د مهاجرو ترانزیت کمپونو وتړي، اوس د یادې محکمې څارنوال د هنګري پر مهاجرت سیستم نیوکه کوي.
پرون پنجشنبه د جون ۲۵مه د اروپایي ټولنې محکمې څارنوال پریت پیکاما وویل چې د هنګري د مهاجرتي قوانینو یوه «مهمه» برخه یې د اروپایي ټولنې مقرراتو سره په ټکر کې ده. نوموړي له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې د هنګری په اړه د تصمیم نیولو پر مهال د اروپایي کمېسیون هغه شکایت ته پام وکړي چې وایي هنګري د اروپایي اتحادیې غړي په توګه خپلې دندې نه دي ترسره کړې.
نوموړي د هنګري په قوانینو کې لاندې نیمګرتیاوو ته اشاره وکړه: پناه غوښتنې ته د لاسرسي حق څخه سرغړونه، د نړیوالو ساتنې پروسیجرونو نه ترسره کول، په ترانزیتي مرکزونو کې د مهاجرو بندي کول، او د درېمو هیوادونو د هغو اتباعو بېرته ستنول چې اسناد نه لري.
نور ولولئ: د اروپایي ټولنې محکمې پولنډ، هنګري او چک د کډوالو د بیا مېشتونې موافقې سره په سرغړونه تورن کړل
#AG Pikamäe: #Hungary has failed to fulfil obligations arising from #EU law in relation to a substantial part of its legislation on asylum procedures and the return of illegally staying third-country nationals #asylumrights #refugees https://t.co/ATb3CgbPxg
— EU Court of Justice (@EUCourtPress) June 25, 2020
یاد څارنوال دا هم وویل چې د پناه غوښتنو دوسیو د ارزولو مودې پر مهال ترانزیتي مرکزونو کې د مهاجرو ساتل د دوی زنداني کول بلل کېږي. په داسې حال کې چې د اروپایي قوانینو له مخې مهاجر یوازې هغه وخت په اداري توقیف خانو کې ساتل کېږي چې چارواکي کافي دلیل ولري او د همدغو دلیلو پر بنسټ دا کار ضروري وګني.
همدارنګه پناه غوښتونکي باید یوازې د ۴ اونیو لپاره دغو مرکزونو کې وساتل شي، حال دا چې هنګري کې دوی له یو کال راهیسې په بند کې دي.
نور ولولئ: هنګري وایي چې له صربستان سره پر پوله ترانزیتي کمپونه تړي
نوموړي دغه راز د هنګري دا خبره رد کړې چې ښایي د ۲۰۱۵ کډوالۍ کړکېچ او د عامه او کورني نظم ساتل له اروپایي قوانینو څخه د سرغړونې لپاره د قناعت وړ دلایل ګڼل کېږي.
پریت پیکاما وویل چې هنګري کې نن سبا بې سنده بهرنیان د پناه غوښتنې حق ته لاسرسی نه لري او له دغه هیواده شړل کېږي. حال دا چې د اروپایي قوانینو له مخې بې سنده بهرنیان حق لري چې په کوربه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.
بل لور ته بیا یادې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمومي څارنوال صلاحیت لري چې په خپلواکه توګه محکمې ته د قضایي حل لارو وړاندیز وکړي. خبرپاڼه کې راغلي چې د هنګري په تړاو خبرې اترې روانې دي او محکمه به په راتلونکو کې په دې اړه پرېکړه کوي.
د یادې محکمې له مخې که چېرې دغه قضایي مرجع هنګري تورنه وګڼي، نو یاد هیواد اړ دی چې په معینه موده کې خپلې نیمګرتیاوې پوره کړي.