له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله پرون یکشنبه د ترکیې د وان ښار په مرادیه سیمه کې د مهاجرو ډک یو میني بس له یو موټر سره ټکر کې ۱ کډوال وژل شوی او ۴۱ نور ټپیان دي.

د وان ښار چارواکو په حواله پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې د مهاجرو ډک میني بس د یاد ښار په مرادیه سیمه کې له یو بل موټر سره ټکر وکړ. دغه میني بس کې ۲۲ افغانان او ۲۰ پاکستانیان سپاره ول.

د وان ښار د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې چارواکو ټپیان روغتون ته انتقال کړي دي.

د ترکیې وان ښار له ایران سره ګډه پوله لري.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او دوه قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری مهاجر هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه وکړي. خو په ځینو حالاتو کې دغه لاره خطرناکه هم وي.

وان ښار یو له هغو سیمو دی چې ترکیې ته د ننوتلو لاره بلل کېږي. اکثر وختونه مهاجر له ایرانه وان ښار ته د رسېدو په موخه په دښتونو او غرونو کې پیاده مزل کوي، په داسې حال کې چې کافي خوړو او اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې تېر کال دغه هیواد کې ۴۵۴۶۶۲ مهاجر نیول شوي دي.

 

نورې ليکنې