بلجیمي چارواکو پرون یکشنبه وویل هغه ۱۵ مهاجر یې ژغورلي چې غوښتل یې د شمالي سمندر له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. دغه کډوال چې د تېرې جمعې په شپه له دنکرک څخه خپل سفر پیل کړی و په داسې یوه بېړۍ کې سپاره ول چې د ۷ کسانو د ناستې ظرفیت یې درلود.
د بلجیمي چارواکو په حواله د دې هیواد په ساحلي اوبو کې ۱۵ هغه مهاجر ژغورل شوي چې د شمالي سمندر له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کولې، خو سمندر کې یې بېړۍ له ستونزو سره مخ شوې وه.
دغه بېړۍ چې د ۷ کسانو د ناستې ظرفیت یې درلود تېره جمعه شپه د فرانسې له دنکرک ښار څخه د برتانیا په لور خپل سفر پیل کړی و. خو څو ساعته وروسته بېړۍ کې د وضعیت په خرابېدو سره یو مهاجر چارواکو ته د تېلېفون له لارې اطلاع ورکړه.
د بلجیم ساحلي ځواکونو بیا دوی وژغورل او اوستاند بند ته یې انتقال کړل.
د بلجیم د څارنوالانو دفتر په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه مهاجر د مصر، عراق، افغانستان او کویت څخه دي.
سرچینې دا هم ویلي چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د څارنوالانو دفتر ویاند فرانک دیمیستر د قاچاقي ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته یې کړې چې دغې ډلې د قاچاقي فعالیتونو په ترسره کولو سره د مهاجرو ژوند په خطر کې اچوي.
نور ولولئ: برتانوي چارواکو مانش کانال کې ۸۲ مهاجر نیولي
دا په داسې حال کې ده چې د بلجیم فډرال محکمې تېره اونۍ ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ بلجیم او برتانیا کې ۱۲ کسان د انساني قاچاقو په تور نیول شوي دي. داسې ګومان کېده چې دغو کسانو بادبان لرونکو کښتیو کې مهاجر له هالنډ څخه برتانیا ته انتقالول.