د مهاجرو یوه بېړۍ طرابلس بندر کې. کرېډېټ: د کډوالۍ نړیواله اداره
د مهاجرو یوه بېړۍ طرابلس بندر کې. کرېډېټ: د کډوالۍ نړیواله اداره

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د لیبیا ساحلي ځواکونو مدیترانه کې په سلګونه مهاجر نیولي او دغه هیواد ته یې انتقال کړي دي. د نیول شویو په ډله کې یوه مېندواره ښځه هم ده چې سمندر کې یې ماشوم زېږولی.

لیبیا کې د مهاجرت نړیوالې ادارې د ماموریت مشر فدریکو سدو  په خپله ټویټر پاڼه لیکلي د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د لیبیا ساحلي ځواکونو په مدیترانه کې تر ۳۰۰ زیات مهاجر نیولي چې وروسته بیا یې د دې هیواد بندي خانو ته انتقال کړي دي. 

نوموړي زیاته کړې که څه د د مهاجرت نړیوالې ادارې کارکوونکي هڅه کوي د مهاجرو د کوزېدو پر مهال او همدارنګه په توقیف خونو کې دوی ته مرستې برابرې کړي، خو د یادو کسانو خوندیتوب ضمانت کول ممکن نه دي. 

د ښاغلي سدو په حواله هېڅوک نباید لیبیا ته بېرته ولېږدول شي. 

یادې ادارې زیاته کړې چې یوازې تېره جمعه د ۱۳ ښځو او ۲۳ ماشومانو په ګډون ۲۷۰ کسان له سمندره تر نیول کېدو وروسته د لیبیا بندرونو ته انتقال شوي دي. 

بل پلو د تېرې جمعې په شپه ۹۳ نور کسان د لیبیا په خمس بندر کې ښکته کړل شول. د دغو کډوالو په ډله کې یوه مېندواره ښځه هم وه چې سمندر کې یې ماشوم زېږولی و. د مهاجرت نړیوالې ادارې په حواله ژغورل شویو مهاجرو د دغه سازمان کارکوونکو ته ویلي چې ۶ کسان د دغه سمندري سفر پر مهال مړه شوي دي.

خو د نوموړې ادارې په حواله دغه ۹۳ کسان خمس ښار کې تر ښکته کېدو وروسته خوشي شوي.

همدارنګه پرون یکشنبه د ۱۴ ښځو او ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۸۴ نور د لیبیا پلازمېنه طرابلس بندر کې ښکته کړل شول. 

په کال ۲۰۱۱ کې د معمر قذافي د رژیم له نسکورېدو راهیسې لیبیا کې سیاسي وضعیت کړکېچن دی. نو ځکه نن سبا قاچاقي ډلې هڅه کوي چې لیبیا پر یوه مهاجرتي لاره بدله کړي.

په ۲۰۱۹ کې د لیبیا پر پلازمېنې طرابلس باندې د خلیفه حفتر تر برید او په کال ۲۰۲۰ کې دغه هیواد کې د کورونا ویروس وبا تر خپرېدو وروسته د مهاجرو وضعیت نور هم خراب شوی دی.

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو لیبیا ته له مدیترانې څخه د ژغورل شویو مهاجرو پر بېرته انتقالو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لیبیا کې دوی بندي خانو ته اچول کېږي.

څو ورځې مخکې د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته نږدې په لسګونو مهاجر وژغورل چې په ډله کې یې ۳۱ پاکستانیان هم ول. دوی له لیبیا څخه د ایټالیا پر لور روان شوي وو.   

خو د اوشېن وایکنګ د ماموریت مشر نیکولا رومانیوک له مخې لیبیایي ځواکونه دوی دې ته مجبوروي چې ژغورل شوي مهاجر بېرته لیبیا ته انتقال کړي. نوموړی زیاتوي چې د تېرې شنبې په شپه دوی د مهاجرو له کښتۍ څخه یو نیم ساعت فاصله درلوده خو د لیبیا ساحلي ځواکونو یاد کډوال ونیول.  

د نوموړي په وبنا مدیترانه کې د ژغورنې عملیاتونو په اړه د د دوی او د لیبیا ساحلي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته او چارواکي له دوی سره معلومات نه شریکوي. هغه په داسې یو وضعیت کې د معلوماتو نه شریکول د «شرم وړ» بولي.

 د مهاجرت نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې تېر کال تر ۱۰۰ زره ډېرو مهاجرو له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅې کړې چې له ډلې یې ۱۲۰۰ کسان سمندر کې مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې