له ارشیف څخه: اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز
له ارشیف څخه: اژې سمندر کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېت: رویترز

ترکي چارواکي وایي چې پرون دوشنبه د جون ۲۹مه یې اژې سمندر کې له هغې وروسته ۳۵ مهاجر ژغورلي چې د دوی بېړۍ ډوبه شوې وه.

د ترکیې د امنیتي سرچینو په حواله د یونان ساحلي ځواکونو د دغو مهاجرو بېړۍ په شا تمبولې ده.

بل خوا ژغورل شویو مهاجرو ویلي چې یوناني ځواکونو لومړی بېړۍ ته تخنیکي زیان ورساوه او وروسته بیا یې په شا وتمبوله، نو ځکه یاده بېړۍ بالکشهر ولایت ایوالیک سیمې ته نږدې ډوبه شوه.

یوې ترکۍ سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د لادرکه شویو ۴ مهاجرو په اړه پلټنې روانې دي.

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي ځواکونو ایوالیک سیمه کې نور ۴۰  مهاجر هم ژغورلي چې د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي ول. دغو کسانو چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي د اژې سمندر له چېپلاک ټاپو څخه د یونان لېسبوس ټاپو ته تلل غوښتل.

همدارنګه د ترکیې د ازمیر ولایت په ساحلي اوبو کې نور ۲۴ پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي چې په دوو بېړیو کې سپاره ول.  دغو کډوالو هم ویلي چې د یوناني سرتېرو له خوا په شا تمبول شوي دي. چارواکو دوی د ترکیې د مهاجرت ولایتي مرکز ته انتقال کړي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری اسیایي مهاجر هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه وکړي. خو په ځینو حالاتو کې دغه لاره خطرناکه هم وي.

د روان کال په پیل کې ترکیې د خپلو اروپایي سرحدونو د پرانیستلو اعلان وکړ چې په پایله کې یې په زرګونو مهاجر د یونان په لور روان شول.  

دغه راز تېره مارچ میاشت د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو خبرداری ورکړی و چې د کورونا کړکېچ وروسته به اروپا ته تلونکي کډوال د یونان او ترکیې پولې ته ستنېږي. نوموړي زیاته کړې وه چې دوی د مهاجرو مخه نه نیسي.

 

نورې ليکنې