دغه دوه مهاجر د جون له ۲۵مې راهیسې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې بند پاتې دي. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې، فلاویو ګاسپریني
دغه دوه مهاجر د جون له ۲۵مې راهیسې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې بند پاتې دي. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې، فلاویو ګاسپریني

ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ چې تېره پنجشنبه یې مدیترانه کې ۱۱۸ مهاجر ژغورلي وایي تر دې دمه یې له ایټالیا او مالتا څخه درې ځله د دغو مهاجرو د ښکته کولو لپاره د یو امن بندر د ټاکلو غوښتنه کړې، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د اس او اس مدیترانې سازمان ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ له ۵ ورځو راهیسې د مالتا او ایټالیا ترمنځ ساحلي اوبو کې بند پاتې دی او د دغو دواړو هیوادونو ځواب ته انتظار کوي.

د فرانسې خبري اژانس یو خبریال چې یاده کښتۍ کې سپور دی د اس او اس مدیترانې ویاندې لورانس بوندار له قوله ویلي، موږ د جمعې، شنبې او دوشنبې په ورځو له مالتا او ایټالیا څخه د ژغورل شویو مهاجرو د کوزولو لپاره د یو امن بندر د ټاکلو لپاره درې ځله غوښتنه کړې، خو تر دې دمه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړې زیاته کړې چې د نړیوالو سمندري قوانینو پر بنسټ د ایټالیا او مالتا دریځ غیرقانوني دی، ځکه چې د یادو قوانینو له مخې هر هغه کس چې له سمندره ژغورل کېږي حق لري چې ډېر ژر په یو امن بندر کې ښکته شي.

د نوموړې په خبره د دغو مهاجرو ښکته کول یوه «بېړنۍ» مسله ده ځکه چې کښتۍ کې سپاره مهاجر ځان تر رواني فشار لاندې احساسوي.

د اوشېن وایکنګ لومړي عملیات د مالتا او ایټالیا ترمنځ ساحلي اوبو کې او دوهم عملیات یې د مالتا په ساحلي اوبو کې ترسره شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مدیترانه: ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ په یوه ورځ کې ۱۱۸ مهاجر ژغورلي 

د کورونا ویروس کړکېچ له کبله له ژغورونکو کښتیو څخه د مهاجرو ښکته کېدل پر یوه جنجالي موضوع بدله شوې ده. تر دې دمخه د سي واچ کښتۍ له خوا د ژغورل شویو ۲۰۹ مهاجرو له ډلې څخه ۲۸ تنو یې د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې وې.

کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی

بل پلو اس او اس مدیترانې سازمان وایي چې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.

یاد سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوشنبې په شپه یو پاکستانی کډوال چې قرنطین شوی و د روغتیایي دلایلو له کبله د ایټالوي ځواکونو یوې بېړۍ ته انتقال شو. 

په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس وایي چې پرون د مراکشي، مصري او سوډاني مهاجرو یوې ډلې له خپلو کورنیو سره د غږېدلو غوښتنه وکړه.

کلن مصري کډوال سعید یادې رسنۍ ته ویلي چې هغه له څو ورځو راهیسې په سمندر کې دی نو کورنۍ یې ښایي داسې ګومان وکړي چې مړ شوی دی. ده زیاته کړې: «ډاډه یم چې ماشومان مې وایي پلار مو مړ شو.»

تر دې لږه موده مخکې یو بل سوډاني مهاجر اعتراض وکړ چې که چېرې هغه ته دا اجازه ور نه کړل شي چې له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړي، نو ځان اوبو ته غورځوي. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلی: «ما خپلې کورنۍ ته وویل چې سفر مې دوه ورځې وخت نیسي. خو اوس تقریباً ۷ ورځې کېږي [چې په سمندر کې یم.]»

د اوشېن وایکنګ مسولان خبرداری ورکوي چې دغو کسانو ته باید ډېر ژر د کوزېدو اجازه ورکړل شي که نه کښتۍ کې وضعیت نور هم خرابېدلی شي.

 

نورې ليکنې