دا کمپ د پاریس په رپوبلیک میدان کې جوړ شوی دی. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶
دا کمپ د پاریس په رپوبلیک میدان کې جوړ شوی دی. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو او شاوخوا ۷۵ کم سنه مهاجرو پرون دوشنبه د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې د خیمو په درولو سره نوی کمپ جوړ کړی. یاد بنسټونه له حکومته غواړي چې کم سنه مهاجرو ته پاملرنه وکړي.

د تېرې دوشنبې په شپه د پاریس رپوبلیک ډګر ته نږدې د کم سنه مهاجرو یو نوی کمپ جوړ شوی دی. په دغه کمپ کې نږدې ۷۵ کډوال ژوند کوي.

د مهاجرو مدافع بنسټونو یوتوپیا ۵۶، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، مېدي دو مې او دوو نورو ټولنو چې د کمپ جوړولو کار یې ترسره کړی د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، له حکومته غواړي چې کم سنه مهاجرو ته پاملرنه او رسیدګي وکړي.

همدا شان دوی غواړي چې دغه مهاجر، چې د مسولو ارګانونو له خوا د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي خو د دې حکم پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې، باید د محکمې تر قطعي پرېکړې پورې د کم سنه کسانو په توګه وپېژندل شي او له هغو خدمات څخه برخمن شي چې ماشومانو ته ځانګړي شوي دي.

دوی زیاته کړې چې د هغو مهاجرو له ډلې څخه چې په کال ۲۰۱۸ کې د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي ول ۵۶ سلنه یې په ۲۰۱۹ کې د محکمو له خوا د کم سنه مهاجرو په توګه وپېژندل شول.

د یادو سازمانونو په حواله چارواکي باید کم سنه مهاجرو ته پرته د هغوی ملیت پاملرنه وکړي ځکه چې دوی له ګواښونو سره مخ دي او اکثر وختونه د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي.

دپه همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی ژولي لاویسیر کډوال نیوز ته وایي چې د دې کمپ د جوړولو هدف دا دی چې دغه کسان ولیدل شي. نوموړې زیاتوي چې هغو کمسنه مهاجرو چې د استیناف غوښتنه یې کړې په نامعلوم حالت کې ژوند کوي او څوک یې مسولیت نه مني.

د نوموړې په حواله نن سبا یوازې سازمانونه کم سنه مهاجرو ته سرپناه برابروي، خو دا د دیپارتمنتونه او د پاریس ښاروالۍ دنده ده چې دوی ته رسیدګي وکړي.

۱۷ کلن اندرې د ساحل عاج دی او دغه نوي کمپ کې ژوند کوي. نوموړي وایي چې ملګری یې لیبیا کې مړ شو خو هغه په یوه کښتۍ کېد مدیترانې له لارې ځان لمپدوسا ټاپو ته ورساوه. اندرې زیاتوي: «ما غوښتل چې فوټبالیست شم او یا د کمپیوتر په برخه کې کار وکړم، نو ځکه فرانسې ته راغلم... خو اوس مې دا حال دی.»

اندرې تر دې دمخه د یو خیریه سازمان له خوا په یو هوټل کې ځای پر ځای شوی. خو د بالغ مهاجر په توګه تر پېژندل کېدو وروسته یې د استیناف غوښتنه وکړه او اوس د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي.  

د سازمانونو په حواله اوسمهال د پاریس او ایل دو فرانس په هوټلونو او د سړکونو پر غاړه نږدې ۳۰۰ کم سنه مهاجر شپه سبا کوي.

تېره اپریل میاشت سازمانونو پاریس کې د فرانسې جمهوریت څارنوال ته د ګرځبندیز پر مهال د کم سنه مهاجرو د اوسېدو ځای د نه لرلو په اړه خبرداری ورکړی و.

دغه راز د مۍ میاشتې په پای کې یوتوپیا ۵۶ لا ویلت سیمه کې یو داسې کمپ جوړ کړی و چې ښځې او کورنۍ پکې اوسېدلې.

 

نورې ليکنې