۲۰۱۹: ترکي چارواکي د مهاجرو د یوې کښتۍ د لټون عملیاتو پر مهال. کرېډېټ: پېکچر الاینز
۲۰۱۹: ترکي چارواکي د مهاجرو د یوې کښتۍ د لټون عملیاتو پر مهال. کرېډېټ: پېکچر الاینز

ترکي چارواکي وایي د هغو ۶ کډوالو مړي موندلي چې بېړۍ یې تېره شنبه د وان د اوبو په ډنډ کې ډوبه شوې وه. د ځایي رسنیو په حواله دغه بېړي کې تر ۵۰ ډېر کسان سپاره ول.

د ترکیې د سوېلي سیمې ولایت دفتر ویلي، د روانې جون میاشتې پر ۲۷مه یې د وان په ډنډ کې د کډوالو د یوې بېړۍ د ورکېدو د رپوټ ترلاسه کولو وروسته د ژغورنې عملیات پیل کړي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې چورلکې او کښتۍ هم ونډه لري.

د یادې سیمې د ولایت دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې تېره سه شنبه ترکي ځواکونو همدغه ځای کې ۶ جسدونه وموندل چې ښایي د کډوالو مړي وي.  

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د نورو مړیو لټون روان دي.  

بل پلو ځایي رسنۍ خبرترک ویلي چې دغه بېړۍ کې تر۵۰ ډېر کسان سپاره ول چې ویل کېږي د پاکستان، افغانستان او ایران دي. 

د یادولو ده چې تېر کال وان ډنډ کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۷ مهاجر ووژل. خو ترکي ځواکونو ۶۴ مهاجر له مرګ څخه وژغورل. ویل کېږي چې قاچاق وړونکي له پولیسو څخه د تښتې په موخه کډوال د دغه جهیل له لارې قاچاقوي.

دا په داسې حال کې چې پرون دوشنبه ترکي چارواکو وویل اژې سمندر کې یې له هغې وروسته ۳۵ مهاجر ژغورلي چې بېړۍ یې ډوبه شوې وه. یوې ترکۍ سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط زیاته وکړه چې د لادرکه شویو ۴ مهاجرو په اړه پلټنې روانې دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری اسیایي مهاجر هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د ورتګ لپاره هڅه وکړي.

د روان کال په پیل کې ترکیې د خپلو اروپایي سرحدونو د پرانیستلو اعلان وکړ چې په پایله کې یې په زرګونو مهاجر د یونان په لور روان شول.  

 

نورې ليکنې