د مارچ ۲مه: کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز
د مارچ ۲مه: کډوال د لېسبوس ټاپو په سکالا سیکامیاس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز

د یونان د دفاع وزارت یوه سرچینه وایي، ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې د لېسبوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د «متحرکو خنډونو» د جوړولو کار پیل شي. د یادو خنډونو د جوړولو هدف دا دی چې له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

ټاکل شوې چې دغه خنډونه د لېسبوس ساحلي اوبو په شمال ختیځه برخه کې جوړ شي. په تېرو څو کلونو کې په سلهاوو زرو کډوالو د همدې لارې ځانونه یونان ته رسولي دي.  

د فرانسې خبري اژانس د یادې سرچینې له قوله زیاته کړې چې تمه ده د اګست میاشتې تر پایه پورې د خنډونو د جوړولو کار پای ته ورسېږي.

یاد خنډ ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی او ۱،۱۰ متر لوړوالی لري، او د جوړولو لګښت یې ۵۰۰۰۰۰ یورو اټکل کېږي.

خنډ به دغه راز څراغونه کارول کېږي چې تر ۱۰ کیلومتره سیمه به رڼا کوي.

نور ولولئ: یونان غواړي د کډوالو د مخنیوي لپاره آژه سمندر کې «متحرک خنډونه» جوړ کړي

خیوس نیوز لیکي چې دغه انځور کې د متحرک خنډ اوږدوالی (۲،۷ کیلومتره) لیدلی شي. کرېډېټ ګوګل مپس خیوس نیوز. کام

په همدې حال کې د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي چې دغه پلان د پناه غوښتونکو ژوند په خطر کې اچولی شي ځکه چې دوی معمولاً په کوچنیو بېړیو کې سفر کوي او ژغورنې ته اړتیا لري.

په کال ۲۰۱۹ کې یونان هغه اروپایي هیواد و چې تر ټولو ډېر مهاجر یې خاورې ته ننوتلي وو.  

یوناني حکومت د مهاجرو څپې د مخنیوي لپاره ډېری کډوال د اژې سمندر د ۵ ټاپوګانو په کمپونو کې ځای پر ځای کړل چې ترکي سواحلو ته نږدې موقعیت لري.

د یادولو ده چې تېره فبروري میاشت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ، هغه مهاجر چې اروپا ته تلل غواړي د ترکیې اروپایي سرحدونه د دوی پر مخ پرانیستي دي.

د نوموړي د دغه اعلان وروسته په زرګونو مهاجر د یونان په لور روان شول.

دغه راز تېره مارچ میاشت د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو خبرداری ورکړی و چې د کورونا کړکېچ وروسته به اروپا ته تلونکي کډوال د یونان او ترکیې پولې ته ستنېږي. نوموړي زیاته کړې وه چې دوی د مهاجرو مخه نه نیسي.

نور ولولئ: یونان له ترکیې سره پر پوله د مهاجرت د نوي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې 

په کال ۲۰۱۶ کې ترکیې له اروپایي ټولنې سره د مالي مرستو په عوض کې اروپا ته د کډوالو د راتګ مخنیوي لپاره تړون لاسلیک کړ.

خو وروسته بیا اروپایي ټولنه په دې تورنه کړه چې خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړې.

 

نورې ليکنې