د مار جونیو کښتۍ کارکوونکي. کرېډېټ: مدیترانې سازمان
د مار جونیو کښتۍ کارکوونکي. کرېډېټ: مدیترانې سازمان

ژغورونکې کښتۍ مار جونیو کې سپاره کډوال نن چهارشنبه د جولای لومړۍ نېټه د ایټالیا به اګوستا بندر کې کوز شول. دا په داسې حال کې ده چې اوشېن وایکنګ کښتۍ له ۱۸۰ مهاجرو سره لا هم د ایټالیا او مالتا ترمنځ ساحلي اوبو کې د یو امن بندر په لټه کې ده.

مدیترانه کې د انسانو ژغورنې سازمان په خپله ټویټر پاڼه اروپا ته د مار جونیو له خوا د ژغورل شویو مهاجر د راتلو هرکلی کړی دی.

ایټالیا پرون سه شنبه مار جونیو ته اجازه ورکړه چې یاد مهاجر اګوستا بندر کې ښکته کړي.

دغه ۴۳ کسان تېره دوشنبه د سهار له خوا د لیبیا د زوارې سیمې په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي ول.

مار جونیو د جون په ۱۹مه نور ۶۷ مهاجر هم له مدیترانې څخه ژغورلي او د ایټالوي چارواکو تر امر وروسته یې دوی د سیسیل په پوزالو بندر کې ښکته کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې ایټالوي چارواکو تر دې دمه اوشېن وایکنګ کښتۍ ته د ژغورل شویو ۱۸۰ مهاجرو د ښکته کولو اجازه نه ده ور کړې.

اوشېن وایکنګ تېره ورځ مدیترانه کې ۶۳ مهاجر وژغورل. اوسمهال دغه کښتۍ کې ټولټال ۱۸۰ کسان سپاره دي. 

 

نورې ليکنې