کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان
کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان

اس او اس مدیترانې سازمان وایي ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ پرون سه شنبه د ایټالیا لمپدوسا ټاپو په ساحلي اوبو کې د مهاجرو دوه بېړۍ ژغورلې دي. اوس مهال یاده کښتۍ کې ټولټال ۱۸۰ کسان سپاره دي.

اوشېن وایکنګ کښتۍ پرون دوشنبه په دو بېلابېلو عملیاتو کې له مدیترانې څخه ۶۳ مهاجر ژغورلي چې په دوه بېړیو کې سپاره ول. له دغو مهاجرو سره اوشېن وایکنګ کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر ۱۸۰ تنو ته رسېږي.

اس او اس مدیترانې سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې لومړي عملیات یې د ورځې په پای کې د لمپدوسا ټاپو په ۵۵ کیلومترۍ کې ترسره کړي چې په پایله کې یې ۴۷ مهاجر ژغورل شوي. دغه کسان چې په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره ول د بنګله دېش، سوېلي سوډان، پاکستان او ګانا دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریال چې یاده کښتۍ کې سپور دی ویلي، دغو کسانو له لیبیا څخه تر تښتېدو وروسته ۳ ورځې او ۳ شپې په سمندر کې تېرې کړې دي.

څو ساعته وروسته اوشېن وایکنګ د ۴ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۶ تونسیان وژغورل چې د تونس له جرجیس بندر څخه یې ځانونه اروپایي بندرونو ته یې رسولي ول. اس او اس مدیترانې په خپله ټویټر پاڼه ویلي چې دغه کسان لمپدوسا ټاپو په ۷۴ کیلومترۍ کې ژغورل شوي دي.

نور ولولئ: د امن بندر په لټه کې: اوشېن وایکنګ کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی

په تېرو پنځو ورځو کې دا د اوشېن وایکنګ څلورم عملیات دي.

اوشېن وایکنګ چې کورونا ویروس له کبله یې درې میاشتې خپل فعالیتونه درولي وو د خپلو لومړیو عملیاتو په پایله کې ۱۱۸ مهاجر وژغورل چې له لیبیا څخه تښتېدلي ول.

 

نورې ليکنې