انځور له ویکي کمنز څخه
انځور له ویکي کمنز څخه

د رپوټونو په حواله له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په سلګونو پناه غوښتونکي د برتانیا په هوټلونو کې ژوند کوي چې په ډله کې یې مېندوارې ښځې، معلولین او ماشومان هم دي. دوی ویلي چې هوټلونو کې کافي او مناسبه غذا نشته او د دولت له خوا د مالي مرستو تر پرې کېدو وروسته هغوی د تګ راتګ او د ضروري شیانو د اخیستلو لپاره له ستونزې سره مخ شوي دي.

د برتانوۍ ورځپاڼې انډېپندنټ د یو رپوټ له مخې، تېره مارچ میاشت برتانیا کې د قرنطین له امله د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت تر امر وروسته په سلګونو پناه غوښتونکي هوټلونو کې ځای پر ځای شول.

ورځپاڼې د خیریه سازمانونو له قوله ویلي چې په ۳۳ هوټلونو کې پناه غوښتونکي له رواني ناروغیو سره مخ شوي دي.

همدارنګه د برتانیا حکومت له دغو کسانو سره په ورځ کې د ۵،۳۹ پونډ په ارزښت مالي مرستې هم پرې کړې ځکه چې هوټلونو کې دوی ته وړیا خواړه ورکول کېږي.

په همدې حال کې خیریه سازمانونه وایي چې د مرستو د پرې کېدو له امله یاد پناه غوښتونکي د شامپو، صابون، د غاښو کریم، د ماشومانو لپاره شېدو اخیستلو او دغه راز د عامه ترانسپورت کارولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه وویل چې په تېرو درېو میاشتو کې ممکن دغه کسان له ستونزو سره مخ شوي وي، خو د کډوالو چارو وزیر به دا موضوع  وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې پناه غوښتونکو ته د استوګنځیو د برابرولو قراردادیانو – میرز، سېرکو او کلیرسپرنګز – له مهاجرو سره د مالي مرستو د پرې کولو په اړه اندېښنه ښودلې.

دا موضوع وروسته له هغې رابرسیره شوه چې څو ورځې مخکې ګلاسکو ښار کې د پناه غوښتونکو هوټل یو اوسېدونکي درې پناه غوښتونکي، د هوټل دوه کارکوونکي او یو پولیس په چړو ووهل.

دغه سړي چې له مارچ راهیسې په یاد هوټل کې اوسېږي انډېپندنټ ته ویلي، احساس یې کاوه د یو حیوان په شان په قفس کې بند دی.

ده زیاته کړې چې د قرنطین پر مهال یې ځینې ورځې یوه خیریه سازمان کې د رضاکار په توګه کار کاوه، خو د دې کار مانا دا وه چې دغو ورځو کې هغه له خوړو محروم شي.

نوموړي چې معلول دی دا وضعیت د یوې روحي شکنجې په شان بللی او زیاته یې کړې چې د تګ راتګ لپاره مجبور و چې تکسي واخلي، خو کافي پیسې یې نه درلودې.

یو بل پناه غوښتونکي چې له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د ویست میدلند په یوه هوټل کې اوسېږي ورځپاڼې ته ویلي، ما ته وویل شو چې یوازې ۶ میاشتې په دغه هوټل کې ژوند کوم. په لومړي سر کې وضعیت د زغمولو و. خو اونۍ او میاشتې تېرې شوې او ما ځان تر روحي فشار لاندې احساسوه.

هغه چې رواني ناروغی لري زیاته کړې، په دې موده کې یې د ترانسپورت پیسې نه درلودې. نو ځکه مجبور و چې د خیریه سازمانونو څخه د ضروري شیانو د اخیستلو لپاره یو نیم ساعت پیاده مزل وکړي.

د نوموړي په حواله هوټل کې سبا ناری د سهار د ۷ تر ۸ بجو پورې، د غرمې ډوډۍ په ۱۲ نیمو بجو او د شپې ډوډۍ په ۶ بجو ورکول کېږي. خو که څوک دا تقسیم اوقات مراعات نه کړي، وږې پاتې کېږي.

هغه زیاته کړې چې ګلاسکو هوټل کې شخړه د روحي فشار له امله رامنځ ته شوې ده.

بل پلو د رفیوجي اکشن سازمان غړي تیم ناور هیلتون انډېپندنټ ته ویلي چې نن سبا ځینې مېندوارې ښځې هم هوټلونو کې اوسېږي. هغه زیاته کړې چې یوه ښځه د خپل ماشوم تر زېږولو وروسته بېرته هوټل ته ستنه شوې خو اوس یې ماشوم ته د پمپرز د اخیستلو لپاره پیسې نه لري.

ښاغلی هیلتون زیاته کړې چې دغه هوټلونه په بېړنیو حالاتو او د لنډې مودې لپاره ښه دي، خو ټول ضروري شرایط باید پکې مراعات شي. د ده په حواله یاد هوټلونو کې د اوږدې مودې لپاره د پناه غوښتونکو ساتل د زغملو نه دي.

 

نورې ليکنې