له ارشیف څخه. کډوال له پاریس په لا شاپل کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه. کډوال له پاریس په لا شاپل کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

نن پنجشنبه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې فرانسه پناه غوښتونکو ته د ضروري خدماتو د نه برابرولو په تور محکومه کړه کړه. یادې محکمې زیاته کړې چې فرانسه کې پناه غوښتونکي دې ته اړ شوي چې «په غیرانساني شرایطو کې» د سړکونو پر غاړه ژوند وکړي.

د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې نن پنجشنبه د جولای ۲مه فرانسه په دې محکومه کړه چې پناه غوښتونکو ته یې د انساني ژوند شرایط نه دي برابر کړي. د محکمې د پرېکړې له مخې فرانسه کې ځینې پناه غوښتونکي دې ته اړ شوي چې د میاشتو لپاره د سړکونو پر غاړه ژوند وکړي او له لومړنیو خدماتو څخه بې برخې پاتې شي.

یاده محکمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فرانسوي چارواکو د یو۲۵ کلن افغان، یو ۳۳ کلن روس او یو  ۴۶ کلن ایراني مهاجر په تړاو خپل مسولیتونه نه دي ادا کړي. خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې له دغو مهاجرو سره د دوی د «انساني کرامت» خلاف چلند شوی دی.

محکمې ویلي چې دغو کسانو د میاشتو لپاره په سړکونو ژوند کړی خو نه حمامونو او تشنابونو ته یې لاسرسی لره او نه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې کوم عاید درلود. همدارنګه دوی تر روحي فشار لاندې ول.

محکمې زیاته کړې چې دغه درې کسان د دولت له هغو مرستو څخه هم بې برخې وو چې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو پر مهال دوی ته ورکول کېږي.

فرانسه په یوه میاشت کې د څلورم ځل لپاره محکومېږي

د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، دوی پوهېږي له ۲۰۰۷ راهیسې د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی او د هرکلي مرکزونه په ډکېدو دي. 

دوی دغه راز د فرانسوي چارواکو له خوا د اضافي استوګنځیو پرانیستلو او د پناه غوښتنې دوسیو د ارزولو مودې د کمولو هرکلی کړی.

خو د بشري حقونو په اړه د اروپایي کمیسیون د درېمې مادې له مخې په داسې یو وضعیت کې هم له پناه غوښتونکو سره غیرانساني چلند د توجیه وړ نه دی.

محکمې د رایو په اتفاق پناه غوښتونکو ته د روحي زیان په خاطر دوه شکایت کوونکو ته د ۱۰۰۰۰ یورو او یو بل ته یې د ۱۲۰۰۰ یورو د ورکولو امر کړی.

دا په یوه میاشت کې څلورم ځل دی چې فرانسه د اروپایي ټولنې د بشري حقونو محکمې له خوا محکومېږي.

 

نورې ليکنې