مالتا کې د مهاجرو لپاره لنډمهال کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
مالتا کې د مهاجرو لپاره لنډمهال کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

له څو ورځو راهیسې د مالتا په لا والت ښار کې هغه مهاجر چې د پرانیستي مرکزونو څخه شړل شوي او ځان ته د کورونو د کرایه کولو لپاره کافي امکانات نه لري د دې ښار د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي.

مالتا کې پناه غوښتونکي د اواس په نامه د مهاجرو چارو دفتر په موافقې سره د یو کال لپاره په پرانیستي مرکزونو کې د اوسېدو حق لري. خو دوی اړ دي چې په دې موده کې ځان ته د ژوند امکانات او اوسېدو ځای برابر کړي.

د مالتا په مارسا سیمه کې یو پرانیستی مرکز او هال فار کې دوه پرانیستي مرکزونه شته.  

د ادیتوس بشري حقونو سازمان غړي نایل فلزون ټایمز اف مالتا ته ویلي چې دغه هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو د شمېر په زیاتېدو سره نن سبا پرانیستي مرکزونه په ډکېدو دي او ډېری مهاجر له یادو کمپونو څخه اخراجېږي.

ټایمز اف مالتا زیاتوي چې له څو مودې راهیسې د پرانیستي مرکزونو اوسېدونکي باید خپل ځای هغو پناه غوښتونکو ته ورکړي چې له بند څخه خوشي شوي دي.

خو له مرکزونو څخه وتلي پناه غوښتونکي د سرپناه د  نه لرلو له کبله  د دغه هیواد په سړکونو کې ژوند تېروي.  

په همدې حال کې ادیتوس سازمان وایي چې دولت باید هغو مهاجروته د اوسېدو ځای برابر کړی کوم چې په خپلواکه توګه د خپل ژوند د پر مخ وړلو لپاره هڅه کوي او یا زیان منونکي دي.  یاد سازمان زیاتوي چې پناه غوښتونکو ته د کور برابرولو په برخه کې دولتي تشبثونه دغه کسان دې ته هڅوي چې له پرانیستي مرکزونو څخه ووځي.

اوسمهال مالتا کې یوازې یو شمېر مهاجر د کرایې سبسایدۍ څخه برخه اخیستلی شي.

ښاغلي فلزون دا هم وایي، ځینې کسان د اوږدې مودې لپاره پرانیستي مرکزونو کې اوسېږي، خو دلیل یې دا دی چې دوی مرکزونه نه شي پرېښودلی. د نوموړي په حواله که څه هم د مهاجرو په ډله کې داسې کسان هم شته چې کار کوي، خو معاش یې دومره نه دی چې کرایه ورکړي او یا هم کاري امنیت نه لري.

دی زیاتوي چې ځینې کسان نه غواړي خپل کورونه داسې خلکو ته په کرایه ورکړي چې کاري وضعیت یې ثابت نه دی. ځینې نور هم مسلمانو او یو تورپوستو مهاجرو ته خپل کورونه په کرایه نه ورکوي.

بل پلو د اریتریایي مهاجرو ډلې یو غړي مالتا ټایمز ته ویلي چې ځینې مهاجر له دې وېرېږي چې که له پرانیستي مرکزونو څخه ووځي نو دغو مرکزونو ته نه شي ورتلی او بې کوره پاتې کېږي.

د ده په خبره ځینو مهاجرو تر دې دمه د خپلو غوښتنو ځواب نه دی ترلاسه کړی او ځینې نور هم دې ته انتظار کوي چې یو بل هیواد ته انتقال شي.

په تېرو څو کلونو کې افریقایي، د منځني ختیځ او د سوېلي اسیا اوسېدونکي هڅه کوي چې په بېړیو کې له مدیترانې سمندرګي څخه په تېرېدو سره ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي. دغه کسان په معموله توګه ایټالیا او یا مالتا کې له کښتیو څخه ښکته کېږي. 

 

نورې ليکنې