نړيوال مرستندويه سازمان آکسام د يونان د پناه غوښتنې پر نوي قانون سختې نيوکي کړي دي او هغه د اروپا پر بشردوستۍ او د مهاجرو پر محافظت «يو ښکاره بريد» ارزولی دی.
د يونان محافظه پال لومړي وزير کيرياکوس ميتسوتاکيس د خپلو هيوادوالو سره ژمنه کړې وه چي په خپله کاري دوره کي به و يونان ته د مهاجرو په راتګ کي کموالی راولي. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۹ کال اکثره مهاجر د يونان له لاري اروپا ته داخل سول.
ميتسوتاکيس د خپلې ژمنې د عملي کولو له پاره د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې د دوسيې په پروسه کي د چټکوالي او د مهاجرو له پاره د صحي خدماتو او په همدې شان په حقوقي کومکونو کي کمښت راوست.
آکسفام او د يونان له پاره د مهاجرو شورا (GCR) د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲يمه نېټه) په يوه مشترکه بيانيه کي خبرداری ورکړ چي «په يونان کي د پناه غوښتنې په نوي نظام کي د پناه غوښتونکو محافظت ته کمه خو د مهاجرو اخراج ته زياته پاملرنه سوې ده. [...] له همدې کبله د هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې درخواستونو ته رسېدګي ناچيز ده چي له تاوتخريخوالي او تعقيب څخه تښتېدلي دي. حتی زيات وخت پيښيږي چي حتی کورنۍ چي ماشومان ورسره ملګري وي په غير انساني شرايطو کي ساتل کيږي.»
د يونان د مهاجرينو د شورا او د آکسفام په مشترک راپور کي راغلي دي چي د يونان د پناه غوښتنې نوی قانون د دې لامل کيږي چي د انسانانو څخه ناوړه ګټه پورته سي او ورسره بدرفتاري وسي. زياته سوې چي «په داسي حال کي چي د يونان په مهاجر کمپونو کي مهاجر په غير انساني شرايطو کي ژوند کوي، په کويد ۱۹ د هغوی د ابتلا ګواښ د هغوی په مشکلاتو کي نوره اضافه کړې ده.»
په اروپا کي د مهاجرت د کمپاين مدير، اولين فان رومبورګ اروپايي اتحاديه تورنه کړېده چي د يونان په نوي سياست کي يې لاس لرلی دی.
فان رومبورګ زياته کړېده: «په يونان کي دغه نوی قانون د اروپا د بشردوستانو تعهد او د هغو کسانو د محافظت پر ضد ښکاره بريد دی چي له تاوتريخوالي او تعقيب څخه په تېښته کي دي.» نوموړي ويلي چي «اروپا په دغه سوی استفاده کي د يونان سره لاس لرلی دی. يونان د کالونو راهيسي د مجرت په تړاو د سياست د تجربو او ازموينو ځای اوسېدلی دی ا و دمګړی اندېښنه لرو چي د اروپا اتحاديه اروپا به د يونان د پناه غوښتنې له نوي قانون څخه ګټه پورته کړي.»
په آژه کي د يونان په ټاپوګانو کي تر ۳۳ زرو څخه زيات مهاجر ځای پر ځای دي، حال دا چي دغه کمپونه په اصل کي د ۵ زرو او ۴۰۰ کسانو له پاره ځای لري. تر ۷۰ زرو څخه زيات نور مهاجر د يونان په نورو کمپونو کي ځای پر ځای دي.
فرانس پرېس خبري آژانس