آلماني وزير ګېرد ميولر پر اروپايي اتحاديې د افريقا سره د ۵۰ ملياردو يورو مرستو ږغ هم کړی دی
آلماني وزير ګېرد ميولر پر اروپايي اتحاديې د افريقا سره د ۵۰ ملياردو يورو مرستو ږغ هم کړی دی

په داسي حال کي چي په ټوله اروپا کي د کويد ۱۹ د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، آلمان اټکل کوي چي پاندمي به وروسته د پرمختګ په حال کي هيوادونو کي اوج ته ورسيږي.

د پراختيايي چارو له پاره د آلمان وزير ګېرد ميولر د چهار شنبې په ورځ له دې خبرداری ورکړ چي له بې وزلو هيوادونو څخه د «مهاجرو څپه» ښايي اروپا ته راسي. دغه وزير وويل چي آلمان په اقتصادي توګه د شاته پاته هيوادونو له پاره ۳ مليارده يورو پراختيايي مرستي ځانګړي کړي دي.

 ګېرد ميولر وويل: «موږ په يورپ کي د ويروس د تر کنټرول لاندي راوستلو په حال کي يو خو د نړۍ په نورو برخو کي دغه ويروس د راتلو په حال کي دینوموړي د آر اين ډي په نوم د آلمانۍ رسنۍ سره په خبرو کي د کرونا د پاندمي په هکله زياته کړې ده: «زه بيره لم چي د پرمختګ په حال کي يو شمېر هيوادونو کي لا دغه بحران خپل اوج ته نه دی رسېدلی

 ميولر وويل چي که د کرونا ويروس په ټوله نړۍ کي له منځه نه يووړل سي، نو کيدلای سي چي بېرته آلمان ته هم له سره راسي.

 هغه وويل: «په داسي يو صورت کي به نه يوازي د کرونا ويروس پاندمي په وړاندي زموږ برياليتوبونه بې ارزښته سي، بلکه د مهاجرو نوې څپې به هم راسي

 ميولر په زياته د يمن وضعه د اندېښنې وړ وبلله چيري چي کورنۍ جګړې د روغتياپالنې نظام نژدې درولی دی او چيري چي له کويد ۱۹ له کبله په مليونونو انسانان د ګواښ سره مخامخ دي.

 ميولر په عراق کي د آلماني مرستو بېلګه ورکړې ده چيري چي د آلمان حکومت په مصرف پنځه نوي روغتونه فعاله دي چيري پکښي ۱۴ زره ناروغان ساتل کيدلای سي. هغه د ايتوبيا مثال هم ورکړ چيري چي آلمان له ټوکر څخه د ماسکونو د جوړولو د داسو پروژو په تمويل کي مرسته کوي چي له کبله يې خلکو ته روزګار هم برابريږي.

 د افريقا له پاره د ۵۰ ملياردو يورو د مرستو غوښتنه

 ګېرد ميولر د اروپايي کميسيون له خوا د پرمختګ په حال کي هيوادونو له پاره د مرستو پر مقدار هم نيوکي وکړې. کميسيون د غړو هيوادونو سره د د زرو ملياردو يورو  د مرستو وړانديز وکړ چي په ۷ کالو کي به تر سره کيږي. دا د دې له پاره چي د اروپايي اتحاديې غړي هیوادونو د کرونا د بحران پر وخت د اقتصادي تاوران مخه ونيولای سي.

 ميولر نيوکه وکړه: «اروپايي اتحاديې د افريقا له پاره په کال کي زر مليارده يورو  ځانګړي دي دي» چي د هغه په وينا په ښکاره توګه «ناکافي دي

 ميولر وويل چي دغه لاره «د پاندمي له کبله په مستقل کي د رامنځ ته کېدونکو ستونزو، اقليم کي تغير، او د مخ په زياتېدونکي افريقايي نفوس له پاره د اقتصادي رغېدنې په پار د مبارزې هغه غوره لاره نه دهد هغه په وينا له همدې کبله هغه د افريقا له پاره له اروپايي اتحاديې د ۵۰ ملياردو يورو مرستو غوښتنه کوي.

 ګېرد ميولر زياته کړه چي په افريقا کي ۲۵ مليونه انسانان د سياحت په ساحه کي کار کوي او دا چي اروپايي اتحاديې بايد څومره ژر کي ممکن وي هومره ژر د خوندي افريقايي هيوادونو په وړاندي د سياحتي اړيکو د بېرته پرانستلو اجازه ورکړي.

 

نورې ليکنې