دوو مهاجرو ځانونه اوبو ته غورځولي. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې، فلاویو ګاسپریني
دوو مهاجرو ځانونه اوبو ته غورځولي. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې، فلاویو ګاسپریني

ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ کې سپرو دوو مهاجرو پرون پنجشنبه اروپایي سواحلو ته د رسېدو په هیله ځانونه اوبو ته وغورځول. دغه کښتۍ له تېرې اونۍ راهیسې د مالتا او ایټالیا ترمنځ اوبو کې سرګردانه ده.

د اس او اس مدیترانې سازمان ژغورونکې کښتۍ چې تېره پنجشنبه (د جون ۲۵مه)  او سه شنبه (د جون ۳۰مه)  یې مدیترانه کې ۱۸۰ مهاجر ژغورلي وو لا هم د مالتا او ایټالیا ترمنځ اوبو کې سرګړدانه ده. د کښتۍ چارواکي وایي چې تر اوسه یې پنځه ځله له ایټالیا او مالتا څخه د یادو کډوالو د ښکته کولو لپاره د یو امن بندر د ټاکلو غوښتنه کړې، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.  

د فر انسې خبري اژانس یو خبریال چې یاده کښتۍ کې سپور دی ویلي، پرون پنجشنبه د غرمې له خوا دوو مهاجرو ګرمه هوا کې ځانونه اوبو ته وغورځول. وروسته بیا یو بل مهاجر هم هڅه وکړه چې ځان اوبو ته وغورځوي، خو ملګرو یې مخه ونیوله.  

څو دقیقې وروسته یوې چټکې بېړۍ دغه دوه مهاجر وژغورل او ۴۵ دقیقې وروسته یې اوشېن وایکنګ ته بېرته سپاره کړل.

بل پلو اس او اس مدیترانې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تر اوسه ۵ مهاجرو د کشتۍ کارکوونکو ته ویلي چې دوی به ځان وژنه وکړي. ټویټ کې زیاته شوې چې ځینې مهاجر هم تر روحي فشار لاندې دي او ځان ستړي او نارامه احساوي.

په همدې حال کې د اوشېن وایکنګ د ژغورنې عملیاتو مشر نیکولا رومانیوک د مهاجرو له مختلفو ډلو سره په خبرو کې منلې: «په تېرو ۴ نیمو کلونو کې [د ژغورنې عملیاتو د ترسره کولو پر مهال] دا لومړی ځل دی چې داسې یوه پېښه رامنځ ته کېږي.»

نور ولولئ: د یو امن بندر په لټه کې: اوشېن وایکنګ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی

هغه مراکشي مهاجر چې غوښتل یې ځان اوبو ته وغورځوي خو ملګرو یې مخه ونیوله، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «زه غوره بولم چې مړ شم او کورنۍ مې فکر وکړي چې مړ شوی یم، خو نه غواړم چې دلته پاتې شم او دوی مې د حال په اړه معلومات و نه لري.»

د نوموړي په څېر زیات شمېر مهاجر له دې نه شکایت لري چې له خپلو کورنیو سره تماس نه شي نیولی څو دوی ته د خپل وضعیت په اړه اطلاع ورکړي.

یو سوډانی کډوال کښتۍ کې د مهاجرو وضعیت ته په اشارې سره وایي چې په داسې یو حالت کې د مهاجرو ژغورنه کومه ګټه نه لري.

خو وروسته بیا یو پاکستانی کډوال وایي، دا مهمه ده چې دغه کسان د لیبیا له «دوژخ» څخه وتلي او اس او اس مدیترانې دوی ژغورلي دي. 

نوموړی زیاتوي چې په سمندر کې د لنډې او یا اوږدې مودې لپاره ایسار پاتې کېدل مهم نه دي.

اوشېن وایکنګ تېره دوشنبه د کورونا ویروس کړکېچ له کبله له درېو میاشتو ځنډ وروسته مرکزي مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې عملیاتونه بېرته پیل کړل او د څلورو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۸۰ مهاجر وژغورل. 

 

نورې ليکنې