مار جونیو د ایټالیا په اګوستا بندر کې. د جولای لومړۍ نېټه. کرېډېټ: مدیترانیا سېوېنګ هیومنز
مار جونیو د ایټالیا په اګوستا بندر کې. د جولای لومړۍ نېټه. کرېډېټ: مدیترانیا سېوېنګ هیومنز

مدیترانیا سېوېنګ هیومنز سازمان پرون پنجشنبه وویل مار جونیو کښتۍ له خوا د ژغورل شویو ۴۳ مهاجرو له ډلې څخه ۸ تنو یې د ایټالیا په اګوستا بندر کې تر کوزېدو وروسته د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې دي.

یاد مهاجر تېره چهارشنبه د ایټالیا په اګوستا بندر کې ښکته شوي ول.

 نوموړي سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې روغتیایي چارواکو دوی ته د مهاجرو د مثبتو ازموینو په اړه اطلاع ورکړې. خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغه کسان، د مهاجرو پاتې برخه او د کښتۍ کارکوونکي د سیسیل سوېل ختیځ ښار نوتو کې قرنطین شوي دي.

په همدې حال کې د نوتو ښاروال ویلي چې یاد مهاجر له ښاره ۲۰ کیلومتره لرې قرنطین شوي.

ښاغلي کورادو بونفانتي زیاته کړې، دوی نه پرېږدي چې مهاجر له نورو سره تماس واخلي نو د ښار شاوخوا کې یې شتون د اندېښنې وړ نه دی. 

خو د ښاغلي بونفانتي د ویناوو سربېره سیاسي ډلو دغې مسلی ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

د سیسیل سیمه ایز مشر نېلو موسومېسي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې حکومت یې هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې ژغورل شوي مهاجر ایټالیا کې تر کوزېدو مخکې باید په کښتیو کې قرنطین شي. نوموړي ویلي، خو اوس یاد مهاجر نوتو ښار یا «د توریزم مرغلرې» کې قرنطین شوي دي.

بل پلو د ښي اړخي ګوند مشر ماتیو سالویني هم د ایټالیا پر حکومت نیوکه کړې ده. هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د اروپا نور هیوادونه دوی په ترحم سره ګوري، خو قاچاق وړونکي خوشالي څرګندوي.

 

نورې ليکنې