له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز

د یونان حکومت تېره شنبه د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د دې هیواد د مهاجرو په کمپونو کې د جولای میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د ګرځبندیز د تمدیولو اعلان وکړ. په ورته مهال د مهاجرو حقونو مدافع بنسټونو د یونان دولت پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.

د یونان د کډوالۍ وزارت تېره شنبه وویل چې د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز د مارچ پر ۲۱مه پیل شوی او روانې جولای میاشتې تر ۱۹مه به دوام لري.

سرچینې زیاته کړې چې مهاجر یوازې د سهار له ۷ د ماښام تر ۹ بجو پورې له کمپونو څخه د وتلو اجازه لري. خو باید یې شمېر له لس نه کم وي او په یو ساعت یوازې  ۱۵۰ کسان له کمپه وتلی شي.

په همدې حال کې ځینو پناه غوښتونکو رسنیو ته ویلي چې ګرځبندیز یې ژوند نور هم سخت کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس خیوس ټاپو کې د یو سومالیایي پناه غوښتونکي له قوله ویلي: «زه نه پوهېږم چې ولې دوی داسې چلند کوي. زه ځان راحت نه احساسوم او تر روحي فشار لاندې یم.»

دغه ۲۴ کلن مهاجر ویلي چې کمپ کې د مهاجرو ترمنځ واټن نه مراعاتېږي او روغتیایي امکانات هم پکې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د ګرځبندیز له پیل راهیسې خیریه سازمانونه نور نه شي کولی چې د کمپونو پر اوسېدونکو کالي او نور ضروري شیان ووېشي.

د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د روغتیایي چارو مسول مارکو سندرون د ګرځبندیز د تمدیدولو اعلان مخکې ویلي وو چې دا تدابیر له روغتیایي چارو سره کوم تړاو نه لري ځکه چې په کمپونو کې د کورونا کومه پېښه ثبت شوې نه ده.

یونان کې د نورو اروپایي هیوادونو پر تله د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر کم دی. همداشان تر دې دمه په دغه هیواد کې کوم مهاجر د کورونا له امله نه دی مړ شوی.

خو یوناني ټاپوګانو کې د شاوخوا ۳۲ زره مهاجرو شتون د ځایي اوسېدونکو ترمنځ د بحثونو او اختلافونو لامل شوی دی. تر دې دمخه یونان ویلي وو چې غواړي په زرګونه مهاجر د دې هیواد مرکزي سیمو ته انتقال کړي.

د یادولو ده چې دا پنځم ځل دی چې یوناني کمپونو کې ګرځبندیز تمدېدېږي. د یونان د مهاجرت وزارت د جون پر ۲۰مه ویلي وو چې د یونان د هرکلي او پېژندنې په مرکزونو کې ګرځبندیز د جولای تر ۵مې نېټې پورې تمدیدوي.

 

نورې ليکنې