پرون یکشنبه د جولای ۵مه اوشېن وایکنګ ایټالیا کې د مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړه. کرېډېټ: اس او اس مدیترانه، فلاویو ګاسپریني
پرون یکشنبه د جولای ۵مه اوشېن وایکنګ ایټالیا کې د مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړه. کرېډېټ: اس او اس مدیترانه، فلاویو ګاسپریني

ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ پرون یکشنبه د ایټالیا په سیسیل سیمه کې له مدیترانې څخه د ژغورل شویو ۱۸۰ مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړه. تمه ده چې یاد مهاجر نن دوشنبه د سیسیل په پورتو امپېدوکلې بندر کې ښکته شي.

د اوشېن وایکنګ کښتۍ مسول سازمان اس او اس مدیترانې نن دوشنبه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پورتو امپېدوکلې سیمې کپتان دوی ته اجازه ورکړې چې د سیسیل په دغه بندر کې لنګر واچوي. یاد سازمان زیاته کړې چې دوی د چارواکو لارښونې ته انتظار کوي.

اوشېن وایکنګ کښتۍ د جون په ۲۵ او ۳۰ نېټو د څلورو بېلابېلو عملیاتو پر مهال مدیترانه کې ۱۸۰ پاکستاني، بنګله دېشي، افریقایي او ګینایي مهاجر وژغورل.

پرون یکشنبه یاده کښتۍ کې سپرو مهاجرو ایټالیا کې د کوزېدو اجازې ترلاسه کولو وروسته خوشالي څرګنده کړه.

۲۷ کلن بنګله دېشي مهاجر رابیول چې د ژغورل شویو مهاجرو په ډله کې دی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ډېر خوشاله یو. موږ له لرو پرتو هیوادونو څخه راغلي یو، لیبیا د دوژخ په شان و. خو اوس خپل مقصد ته رسېدلي یو. غواړم چې ډېر ژر خپلې کورنۍ ته خبر ورکړم چې ژوندی یم.»

دغه راز اس او اس مدیترانې د ګینیایي مهاجر امانویل له قوله زیاته کړې چې دوی لیبیا کې له سخت ژوند وروسته اوس د ایټالیا او اوشېن وایکنګ په مرسته یو نوی ژوند پیلوي.

ټاکل شوې چې یاد مهاجر سیسیل موبي زازا کښتۍ ته انتقال شي چې په پورتو امپدوکلې  بندر کې یې لنګر اچولی دی.

د فرانسې خبري اژانس د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دغه ۱۸۰ کسان به یاده کښتۍ کې د دوو اونیو لپاره قرنطین کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اس او اس مدیترانې پرون یکشنبه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، ایټالوي چارواکو کښتۍ کې د سپرو مهاجرو د کورونا ټسټونه ترسره کړي دي.

دغه راز تېره شنبه یو ایټالوي ډاکټر اوشېن وایکنګ کې د سپرو مهاجرو روغتیایي ازموینه ترسره کړه او چارواکو ته یې په خپل رپوټ کې ولیکل، وضعیت د کارکوونکو او میلمنو لپاره د مهارولو نه دی.

 تر دې دمخه اس او اس مدیترانې سازمان کښتۍ کې د وضعیت د خرابېدو په اړه څو ځله خبرداری ورکړی و. تېره پنجشنبه اوشېن وایکنګ کې سپرو دوو مهاجرو اروپایي سواحلو ته د رسېدو په هیله ځانونه اوبو ته وغورځول خو وروسته د یوې چټکې بېړۍ له خوا وژغورل شول. 

دغه راز ځینو مهاجرو د کشتۍ کارکوونکو ته ویلي وو چې دوی به ځان وژنه وکړي.

 

نورې ليکنې