دغه مهاجر د تالیا تجارتي کښتۍ له خوا ژغورل شوي. کرېډېټ: دي ار
دغه مهاجر د تالیا تجارتي کښتۍ له خوا ژغورل شوي. کرېډېټ: دي ار

د تالیا په نامه تجارتي کښتۍ د جولای میاشتې ۳مه د مالتا په ساحلي اوبو کې ۵۰ مهاجر وژغورل. دغه کښتۍ چې غوښتل یې نن دوشنبه اسپانیا ته ولاړه شي له تېرې جمعې راهیسې په مدیترانه کې بنده پاتې ده. په همدې حال کې مالتا وایي یوازې د اروپایي هیوادونو تر منځ د یادو مهاجرو پر وېشلو د موافقې په شرط دوی ته د ښکته کېدو اجازه ورکوي.

د تالیا شپېنګ لاین عمومي مشر مجید عید کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «د دغو مهاجرو په ژغورلو مو خپله دنده ترسره کړه، اوس اروپایي ټولنه باید خپل مسولیتونه ادا کړي.»

تالیا تېره جمعه د جولای ۳مه د ۱۲ مېرمنو او ځینو کم سنه کسانو په ګډون د مالتا په ساحلي اوبو کې ۵۲ مهاجر وژغورل. خو مالتا وایي چې یوازې په دې شرط یادو مهاجرو ته خپله خاوره کې د ښکته کېدو اجازه ورکوي چې اروپایي ټولنه د دوی پر وېشلو موافقه وکړي.

دغه کسان تېره جمعه وروسته له هغې وژغورل شول چې د سي واچ سازمان الوتکې مون برد تالیا ته د دوی د کښتۍ په اړه اطلاع ورکړه. مون برد مدیترانه کې د کډوالو تېلېفوني پلټفورم الام فورن له خوا د یادو مهاجرو د کښتۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړې وه. 

دپه همدې حال کې د تالیا کپتان محمد کډوال نیوز ته وایي، دا یې دنده وه چې دغه مهاجر وژغوري ځکه چې یې کښتۍ د مهاجرو بېړۍ ته نږدې موقعیت درلود.  

کډوال ستړي شوي دي. کرېډېټ: دي ار
مهاجر روغتیایي مرستې ته اړتیا لري

د ښاغلي محمد په حواله، که څه هم د مهاجرو تر ژغورنې وروسته مالتایي چارواکو نوموړي سره په تماس کې ویلي وو چې د دغو کسانو د انتقالولو لپاره سیمې ته یوه کښتۍ واستوي، خو دوی تر دې دمه خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

تالیا د جمعې په شپه د لمپدوسا په لور روانه شوه. خو ایټالوي چارواکو هم یادې کښتۍ ته اجازه ور نه کړه چې ساحلي اوبو ته یې داخله شي. نو ځکه دغه تجارتي کښتۍ بېرته مالتایي اوبو ته ستنه شوه.

د کښتۍ کپتان له مخې مالتایي چارواکو تېره شنبه دوی ته یوازې دومره اجازه ورکړه چې بندر ته نږدې ودرېږي، ځکه چې د هوا حالات مخ په خرابېدو وو.

همدارنګه پرون یکشنبه مالتایي ډاکټران تالیا ته ورغلل او د دوو مهاجرو روغتیایي ازموینه یې ترسره کړه. خو د کښتۍ کارکوونکو په حواله ټول مهاجر بېړني روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

دغه مهاجر د ستړیا له امله پر خپلو پښو نه شي درېدلی. کرېډېټ: دي ار
ستړیا او روحي فشار

دغه تجارتي کښتۍ کې سومالیایي، سوډاني، کېنیایي، سوریایي او ارېتریایي مهاجر سپاره دي. خو د ښاغلي محمد په وینا د تالیا ۳۳ کارکوونکو په ګډون اوسمهال کښتۍ کې د سپرو کسانو شمېر ۷۳ تنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تالیا د دومره کسانو وړتیا نه لري. هغه زیاتوي چې مهاجر پر ځمکه خوب کوي او کمپلونه نه لري.

د معلوماتو نشتوالي، کثافات، ستړیا او روحي فشار د مهاجرو وضعیت نور هم خراب کړی دی. د محمد په خبره دغو کسانو څو ورځې په سمندر کې تېرې کړې دي. هغه زیاتوي چې په داسې یو وضعیت کې د مهاجرو ترمنځ شخړه ممکنه ده.

بله خبره دا چې کښتۍ کې خوراکي توکي هم مخ په خلاصېدو دي.

د تالیا شپېنګ لاین عمومي مشر وایي چې د دغو مهاجرو د ښکته کولو لپاره باید ډېر ژر د حل لاره وموندل شي ځکه چې دوی باید د تجارتي اموالو د رسولو لپاره اسپانیا ته ورشي.

کښتۍ کې سپور مهاجر. کرېډېټ: دي ار  

 

نورې ليکنې