مانتون سیمه. کرېډېټ: دویچه وېله
مانتون سیمه. کرېډېټ: دویچه وېله

پرون دوشنبه فرانسوي ژغورونکو په مانتون غرنۍ سیمه کې یو سوریای مهاجر ژغورلی دی چې غوښتل یې له ایټالیا څخه فرانسې ته راشي.

د فرانسوي پولیسو په حواله تېره دوشنبه د غرمې له خوا د ولسي ساتنې یوې چورلکې یو مهاجر د ایټالیا پولې ته نږدې مانتون غرنۍ سیمه کې ژغورلی دی.

ډېری مهاجر هڅه کوي چې د مانتون له لارې ځانونه فرانسې ته ورسوي. خو دغه لاره ډېره کنډ او کپره ده  او لویې ډبرې پکې شته، نو ځکه خطرناکه بلل کېږي.  

د الپ مریتیم قومنداني کډوال نیوز ته وایي چې ژغورونکو وروسته له هغې د یاد مهاجر د ژغورلو عملیات پیل کړل چې هغه «د مرستې غوښتنې» وکړې. 

خو د نیس متن ورځپاڼې له مخې مانتون سیمه کې د ګراوان ناحیې اوسېدونکو ژغورونکو ته د دوو مهاجرو په اړه اطلاع ورکړې وه.

تېر ډېسمبر میاشت ځینو خیریه سازمانونو د فرانسې پارلمان څخه غوښتنه کړې وه چې مانتون سیمه کې له مهاجرو سره د پولیسو د تاوتریخجن چلند په اړه څېړنه وکړي.

دغه راز د نړۍ ډاکټرانو سازمان ویلي وو چې هره اونۍ ۱۵ تر ۲۵ کم سنه مهاجر د مانتون څخه بېرته ایټالیا ته شړل کېږی. 

 

نورې ليکنې