دغه مهاجر به د ۱۴ ورځو لپاره موبي زارا کښتۍ کې قرنطین کېږي. کرېډېټ: رویترز
دغه مهاجر به د ۱۴ ورځو لپاره موبي زارا کښتۍ کې قرنطین کېږي. کرېډېټ: رویترز

د اس او اس مدیترانې ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ وایي له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۸۰ مهاجر سمندر کې له ۹ ورځو انتظار وروسته تېره شپه د جولای ۶مه د ایټالیا په پورتو امپدوکلې بندر کې ښکته شوي دي. ټاکل شوې چې دغه کسان موبي زازا کښتۍ کې قرنطین شي.

اس او اس مدیترانې سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «[بندر کې] له یوې ورځې انتظار وروسته اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۱۸۰ مهاجر د نیمې شپې لږ مخکې [ایټالیا کې] ښکته شول.»

دغه کسان چې ډېری یې د بنګله دېش، پاکستان، شمالي افریقا او اریتریا دي او لیبیا څخه تښتېدلي، د شپې په ۱۱ نیمو بجو له کښتۍ څخه ښکته شول.

ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ تېره یکشنبه د جولای ۵مه د ایټالیا په سیسیل سیمه کې له مدیترانې څخه د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړه.

د چارواکو له مخې دغه کسان د ۱۴ ورځو لپاره موبي زازا کښتۍ کې قرنطین کېږي چې یاد بندر کې یې لنګر اچولی دی. لږ مخکې یاده کښتۍ کې له مدیترانې څخه د سي واچ کښتۍ له خوا ژغورل شوي ۲۰۰ مهاجر قرنطین شوي وو.  

۲۳ کلن پاکستاني مهاجر محمد ارشاد چې اوشېن وایکنګ کې سپور و وایي: «ډېر خوشاله یم چې بالاخره مو یو امن ځای وموند. لیبیا کې [ژوند] ډېر سخت و نو ځکه زه اوس خپل احساسات بیانولی نه شم. دا د باور وړ نه دی.»

تر دې دمخه اس او اس مدیترانې سازمان کښتۍ کې د وضعیت د خرابېدو په اړه څو ځله خبرداری ورکړی و. تېره پنجشنبه اوشېن وایکنګ کې سپرو دوو مهاجرو اروپایي سواحلو ته د رسېدو په هیله ځانونه اوبو ته وغورځول، خو وروسته بیا د یوې چټکې بېړۍ له خوا وژغورل شول.

دغه راز ځینو مهاجرو د کښتۍ کارکوونکي ګواښلي وو او دې ته یې اړ کړي وو چې بېړني حالت اعلان کړي.

په همدې حال کې اس او اس مدیترانې سازمان وایي چې د مهاجرو په ښکته کولو کې ځنډ د خلکو ژوند په خطر کې اچولی شي. دغه راز یاد سازمان د اروپایي هیوادونو ترمنځ د «ملاتړ» د نشتوالي څخه شکایت کوي.

په تېرو څو وختونو کې ایټالیا ته د مدیترانې له لارې د راتلونکو مهاجرو د شمېر زیاتوالي د سیسیل سیمې اوسېدونکو اندېښنې راپارولې دي. د پورتو امپدوکلې ښاروال پرون دوشنبه دغې سیمې ته مهاجرو د ور تګ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې سیسیل د ایټالیا یو بې وزله سیمه ده چې د ټولبندیز له امله یې ډېر زیان لیدلی دی.

د یادولو ده چې له تېرې جمعې راهیسې د تالیا په نامه یوه تجارتي کښتۍ چې ۵۰ مهاجر پکې سپاره دي مدیترانه کې بنده پاتې ده. یاده کښتۍ د جولای میاشتې په ۳مه د مالتا په ساحلي اوبو کې ۵۲ مهاجر وژغورل، خو تر دې دمه یې د دغو کسانو د ښکته کولو لپاره امن بندر نه دی موندلی.

 

نورې ليکنې